د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ او ملاکنډ سوداګرو د ممکنه نوو ټيکسونو پر ضد د احتجاج خبرداری ورکړی


د سوات خلک وايي له ټیکسونو د ملاکنډ ډويژن د استنثنا حیثیت باید ختم نه شي.
د سوات خلک وايي له ټیکسونو د ملاکنډ ډويژن د استنثنا حیثیت باید ختم نه شي.

د باجوړ او ملاکنډ ډوېژن سوداګرو يو‌ځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې نوي ټیکسونه دې نه لګوي.

د باجوړ سوداګرو د مې پر ۱۳مه تر یوې غونډې وروسته خبرداری ورکړ چې که حکومت په دې ضلع کې نوي ټیکسونه ولګول نو دوی به يې پرضد احتجاج پیل کړي.

د باجوړ د ټولو بازارونو د اتحادیو مشرانو په صدیق اباد پاټک کې غونډه وکړه. د غونډې ګډونوال او د عنایت قلعې بازار د اتحادیې مشر عمران ماهر د مې پر ۱۳مه مشال رېډیو ته وویل چې حکومت له دوی سره د ټیکسونو نه اخیستو ژمنه کړې وه خو اوس داسې اوازې دي چې په باجوړ کې به هم ټیکسونه لګول کېږي چې دوی ته د بدو مالي حالاتو له وجې د منلو وړ نه دي.

ورته غونډه د مې پر ۱۲مه، د سوات په مینګوره کې شوي چې پکې تاجرانو ویلي، ترهګرۍ او قدرتي افتونو ورته ډیر زیان رسولی دی او ترڅو یې چې کاروبارونه او پرمختیا د هېواد د نورو برخو په څیر نه وي، تر هغې ټیکسونه نه مني.

تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې هم، د ملاکنډ د سوداګرو ټولنې، د یوشمېر ګوندونو سیاستوالانو او د سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې ضلعو مشرانو د مې پر اوومه په مینګوره کې بیړنۍ غونډه وکړه او خبریالانو ته یې وویل چې هغې سیمې ته د ټیکسونو د غځېدو مخالفت کوي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ کال کې قبایلي ضلعې او ملاکنډ ډېوېژن ځانګړی حیثیت ختم کړی وو نو تر پينځو کلونو پورې یې ورته ټیکسونه معاف کړل. خو پخواني حکومت د سیمې د سوداګرو، سیاستوالانو او ولسي مشرانو تر مخالفت وروسته وویل چې هلته د ټیکسونو نظام نه غځوي. د وزیراعظم د هغه وخت سلاکار امیر مقام د ۲۰۲۳ز کال د جون پر نهمه ویلي وو چې قبایلي ضلعې او ملاکنډ ډېوېژن د ۲۰۲۳-۲۴ز مالي کال لپاره له مالیو مستثنا دي.

په پاکستان کې نوی مالي کال د جولای پر لومړۍ نېټه پیلېږي او وفاقي حکومت په جون کې قامي اسمبلۍ ته د راتلونکي مالي کال بودیجه وړاندې کوي. اوس چې په پاکستان کې وفاقي حکومت د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال د بجټ تیارولو بهیر ته دوام ورکړی دی نو د ملاکنډ سوداګر اندېښمن دي چې ښايي اسلام اباد سږ کال هلته د مالیو نظام وروغځوي.

XS
SM
MD
LG