د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او د ای ایم ایف کاري ډلې د ۷ اربه ډالرو پور نوی تړون لاسلیک کړی


د پیسو نړیوال صندوق د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲مه هم پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړی وو.
د پیسو نړیوال صندوق د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲مه هم پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړی وو.

د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) ترمنځ د اووه اربه ډالرو پور لپاره د کارکوونکو يا سټاف په کچه نوی تړون لاسلیک شوی دی.

دا خبره د پیسو نړیوال صندوق د جولايي پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ۳۷ میاشتني پور پروګرام وروستۍ منظوري به د دې ادارې اجرایوي بورډ ورکوي.


د پیسو نړیوال صندوق پر پاڼه په پاکستان کې د یادې ادارې مشر نېتن پورټر ته په منسوب یو بیان کې هم ویل شوي چې د پاکستانيو چارواکو او ای ایم ایف ډلې ترمنځ د یو جامع پروګرام په اړه د کارمندانو په کچه موافقه شوې ده.

بیان زیاتوي چې دا د پاکستان د وفاقي او صوبايي حکومتونو لخوا هم تایید شوې ده.

په بیان کې راغلي چې له دې پروګرام سره سم به پاکستان د څارنې پاليسۍ مضبوطولو او د ټيکس بنياد نور هم پراخولو لپاره ګامونه پورته کوي.

د ای اېم اېف د اعلان له مخې، د پاکستان صوبايي حکومتونه به د محصولاتو راټولولو لپاره هڅې زیاتې کړي. د دوی په وینا، په دې کې سيلز او زرعي انکم ټيکس هم شامل دي.

په اعلاميه کې زياته شوې چې په پاکستان کې به په مستقيم او غير مستقيم ډول ټيکسونو کې د پام وړ زياتوالی راشي او له صادراتي سيکټر څخه به د مالياتو راټولول هم ښه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وفاقي‌ حکومت وار له مخه ویلي چې په ملک کې به د ټیکس اخیستلو چوکاټ پراخوي.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د جون پر ۱۳مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي‌ وو چې له شتمنو څخه د زیاتو ټیکسونو اخیستل اړين دي ځکه چې په وینا یې، اوسنی حالت د زغملو نه دی.

ده وویل چې حکومت پرېکړه کړې چې د مالیو غونډولو نظام کمپیوټري کړي چې د اداري فساد یا درغلۍ مخه ونیسي.

د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای اېم اېف د پور د پروګرامونو شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي چې پکې کفایت شعاري، د سرکاري لګښوتو کمول، پر انرژۍ او نورو شیانو رعایت ختمول، نوي ټیکسونه لګول او د مالیو غونډولو نظام پراخول شامل دي.

پاکستان کې ګرانۍ خلک پرېشانه کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:42 0:00


پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

تر دې وروسته حکومت له ای اېم اېف سره د درې اربه ډالرو د پور بله موافقه وکړه چې له مخې یې له هغې ادارې اجراییوي ډلې د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ او ورسره سم یې ورته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ اربه ډالر جوړېده، ورکړ.

ای اېم اېف د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور دويم او د اپرېل په پای کې یې د پور وروستی قسط، چې ۱.۱ اربه ډالر جوړېدل، ورکړ.

XS
SM
MD
LG