د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ ولس د "شنډۍ موړغمیزې" په یاد کې غونډه وکړه


په باجوړ کې د "شنډۍ موړ" باجوړ د غمجنې پېښې په یاد غونډه: انځور جولای ۳۰ کال ۲۰۲۴ز
په باجوړ کې د "شنډۍ موړ" باجوړ د غمجنې پېښې په یاد غونډه: انځور جولای ۳۰ کال ۲۰۲۴ز

جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند د جولای پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د "شنډۍ موړ" باجوړ د غمجنې پېښې په یاد غونډه وکړه.

د ۲۰۲۳ز کال د جولای پر ۳۰مه د باجوړ په شنډۍ سیمه کې د جمعیت علما اسلام ف ډلې په غونډه کې یو ځانمرګی برید شوی وو چې ۶۴ کسان یې وژلي او له ۱۰۰ زیات ژوبل شوي ول او داعش وسله والې ډلې یې زمه واري منلې وه.

د باجوړ ولس او جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند سږکال د هماغې ورځې په یاد په خار باجوړ کې د امن پاڅون په نامه غونډه وکړه.

دې غونډې ته د وینا پر مهال د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند یو مشر او پخواني سېنېټر مولانا عبدالرشید وویل: "زموږ د مسلې حل په ملي وحدت کې دی. کله چې دا ګام واخلو نو بیا به زموږ د امن مسله هوارېږي."

هغه پوښتنه راپورته کړه چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او امریکا ترمینځ جګړه وه، هغه جګړه دلته پاکستان ته چا راوړه؟

هغه وویل، د پښتنو مشرانو له پکار دي چې په اسلام اباد کې له پوځي واکمنو سره کښېني او د ایین له مخې د مسلې د هواري لپاره لارې ولټوي.

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۳زکال د جولای پر ۳۰مه په باجوړ کې د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند پر غونډې د ځانمرګې حملې نه وړاندې هم په هغه سیمه کې هدفي بریدونه ترسره شوي ول چې پکې ټولنیز، سیاسي او ولسي مشران او همدا رنګه د پولیسو او د پوځ سرتېري یې په ترڅ کې وژل شوي ول.

په باجوړ کې د بدامنۍ لړۍ لا هم دوام لري. سږ کال هم د جنورۍ پر ۳۱مه په باجوړ کې د قامي اسمبلۍ لپاره ازاد امیدوار ریحان زېب د نامعلومه کسانو په ډزو وژل شوی وو.

د باجوړ اولس وايي، د ژوند نور سهلتونه هم نه لري خو تر هغو وړاندې د سر او مال د امنیت غوښتنه کوي او حکومت له پکار دي چې د دې اړوند لازم اقدامات وکړي.

د عوامي نېشنل ګوند یو مشر او له باجوړه د صوبايي اسمبلۍ غړي نثارباز غونډې ته وویل چې دا جنګونه پښتنو خپله نه دي شروع کړي، بلکې ورباندې تپل شوي دي.

ده زیاته کړه،‌ "دلته په تېرو ۲۰ کلونو کې امن ولې رانغلو؟ دلته خو پوځ د تالاشۍ پوستې هم لګولې دي، عسکر هم ناست دي، هره ورځ د خلکو نیول او پرېښودل هم روان وي خو حالات بیا ولې نه سمېږي؟"

د پاکستان پیپلز ګوند یو مخکښ اخوندزاده چټان غونډې ته په وینا کې وویل، "په دې جګړه کې چې د کومو خلکو ګټه ده، د هغوی لپاره تر ټولو غټ مجرم هغه څوک دی چې په دې خاوره د امن خبرې کوي او د امن لپاره غږ پورته کوي."

د پاڅون د غونډې په اړه د باجوړ انتظامیې او پولیسو تازه کومه خبره نه ده کړې خو په تېرو وختونو کې ځايي انتظامیې، پولیسو او پوځ او همدا رنګه ملېشه ځواکونو ویلي دي چې خلکو پکار دي چې له دوی سره د قلنګ اخیستونکیو او نورو تخریبي عناصرو خلاف په مبارزه کې کومک وکړي.

دوی دا هم ویلي چې په سیمه کې د امنیت راوستلو لپاره ژمن دي او په همدې موخه یې وخت په وخت او ځای په ځای عملیات ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG