د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په خيبر کې د ۲۵ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې


 په خيبر قبايلي ضلع کې د پوځ سرتېري پهره کوي ـ انځور له ارشيفه
په خيبر قبايلي ضلع کې د پوځ سرتېري پهره کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ ادعا کړې ده چې د اګست له ۲۰مې راهیسې یې د خیبر په تيرا کې ۲۵ مشکوک وسلوال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې د اګست پر ۲۷مه په يوه بیان کې ويلي چې دا عمليات د لشکر اسلام او جماعت الاحرار وسلوالو ډلو پر ضد شوي دي.

اعلاميه زياتوي چې د هغو نښتو پر مهال د پوځ څلور سرتېري هم وژل شوي دي.

تر اوسه دغو وسلوالو ډلو په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی او نه هم په ازاد ډول د پوځ د دعوې تصديق کېدلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې د امنيتي مطالعاتو یوې غیر سرکاري څيړنيزې ادارې "سېنټر فار ریسرچ اينډ سیکيوريټي سټډيز" د اګست پر ۲۶مه خپور کړي راپور کې ويلي چې د تېر ۲۰۲۳ز کال پرتله سږ کال په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو له امله رامينځ ته شوې مرګژوبله ۷۱ سلنه زياته شوې ده.

هغې ادارې زیاته کړې چې تر ټولو زيات بریدونه په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

په دې راپور کې په روانه اګست مياشت کې د شويو بريدونو ذکر نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG