د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دي چې يوازې د قراردادونو منظورول فلسطينيانو ته کومه ګټه نه رسوي.
نوموړي د اکتوبر پر اوومه په اسلام اباد کې د فلسطين په اړه جوړ شوي ټول ګونديزه کنفرانس ته په وينا کې وويل چې د پاکستان حکومت دې د فلسطين د شخړې د هواري لپاره عملي ګامونه پورته او په دغه لړ کې دې د نتايجو پرواه و نه کړي.
دا کنفرانس د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري په کوربه توب جوړ شوی وو، چې د پاکستان تحريک انصاف پرته د هېواد د ټولو پارلېماني ګوندونو مشرانو ګډون پکې کړی وو.
تر کنفرانس وروسته په خپره شوې اعلاميه کې په منځني ختيځ کې د سمدستي اوربند غوښتنې ترڅنګ د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان (او ای سي) ته ويل شوي چې د فلسطين پر حالاتو دې د خبرو لپاره بېړنۍ غونډه وبلي.
د کنفرانس ګډونوالو د يوه خپلواک فلسطيني رياست د قيام ملاتړ وکړ او پر غزه يې د اسراييلو بريدونو غندنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر ۷مه د فلسطينۍ وسلوالې ډلې حماس او اسراييلو ترمنځ د روانې جګړې يو کال پوره شو.
د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر حماس، چې امريکا او اروپايي ټولنه يې ترهګره ډله بولي، پر اسراييلو بې ساری بريد وکړ چې په ترڅ کې يې شاوخوا ۱۲۰۰ اسراييليان ووژل او ۲۵۰ نور يې يرغمل کړل.
وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول او د ځینو مړي په غزې کې وموندل شول.
داسې فکر کېږي چې تر ۱۰۰ پورې یرغملیان لا هم په غزې کې دي او پاتې یې مړه شوي دي. له هغو څخه یې ځینې په غیر ارادي ډول د اسراییلو په بریدونو کې هم وژل شوي دي.
اسراییلو د هغه برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.
اسراييلي پوځ تر څو اوونیو بمباریو وروسته په غزې کې ځمکني عملیات پیل کړل او وايي چې په جګړه کې یې ۳۴۶ سرتېري وژل شوي دي.
په غزه کې د روغتیا وزارت په وینا، په روانه جګړه کې تر اوسه له ۴۱،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، په تېر یو کال کې د اسراییلو ځمکنیو او هوايي بریدونو پر مهال له ۹۵،۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان ژوبل شوي هم دي چې ورڅخه یې ۲۵ سلنه د ټول عمر لپاره معلول شوي او درملنې ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې مشر فولکر تورک د روان کال په اپرېل کې ویلي ول چې په غزه کې "په هرو ۱۰ منټو (دقیقو) کې یو ماشوم یا وژل کېږي او یا هم ژوبلېږي." نوموړي داراز ویلي ول چې په هغه جګړه کې تر ټولو زیات ځاني زیان "ماشومانو ته رسي."
ملګري ملتونه، امریکا، او نور نړیوال سازمانونه د اوربند او تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کوي، خو اسراییل وايي د حماس ګواښ تر ختمولو پورې عملیاتو ته دوام ورکوي. اخوا حماس غواړي چې د فلسطینیانو د حقونو او د غزې د محاصرې ختمېدو غوښتنې یې ومنل شي.