په پاکستان کې د بندیانو د حقونو لپاره کارکوونکی یو سازمان وايي، په هغه هیواد کې له ۶۰۰۰ زیات کسان دا مهال په زندانونو کې د مرګ په سزا محکوم دي.
جسټس پراجیکټ پاکستان په نوم سازمان دا څرګندونې په یو تازه راپور کې چې د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر پر ۱۰مه خپور شوی کړې دي. راپور وايي پاکستان د هغو هیوادونو په درجه بندۍ کې شامل دی چیرته چې عدالتونه تر ټولو زیاتې د مرګ سزاوې اوروي.
د جسټس پراجیکټ پاکستان د راپور له مخې د پاکستان عدالتونه په ۳۱ جرمونو کې خلکو ته د مرګ سزاوې اوروي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وايي، پاکستان باید د مهذبې پرمختللې نړۍ سره سم مزل وکړي او غیر انساني سزاګانو ته د پای ټکی کېږدي. د یاد کمېشن د خیبر پښتونخوا مشر اکبر خان وايي: "دا د انساني عظمت او وقار خلاف سزا ده، ظالمانه سزا ده او په پاکستان غوندې یو هیواد کې چې په عدالتي سیسټم کې یې ډېرې خلاوې موجودې دی، د دې سزا ورکول ظلم دی. "
د نوموړي په وینا، د ریاست ذمه واري ده چې د خلکو د ژوند تحفظ وکړي نه دا چې د هغوی ژوند دې ختموي. نوموړی وايي، په جرمونو کې د ککړو کسانو د اصلاح لپاره دې لارې وباسي. که څه هم نوموړی وايي چې د اعدام په سزاګانو په ټولنه کې اصلاح نه راځي خو دیني عالمان بیا وايي، که یو مجرم ته پر وخت سزا ورکړل شوه، د جرمونو کچه ورسره راټیټیدی شي. د جمیعت علمای اسلام (سمیع الحق) ګوند یو مشر مولانا سید یوسف شاه په دې اړه مشال راډیو ته وویل: "خدای پاک په قران کې ویلي، ستاسو لپاره په قصاص کې ژوند دی. په پاکستان کې که مجرمانو ته پر وخت سزا ورکول کېدای نو د جرمونو شمېر به کم شوی وای. له خلکو سره به زور زیاتی نه کېده، نو سزا ډېر ضروري ده او تر هغې چې سزا نه وي جرمونه نه ختمېږي."
د پېښور های کورټ وکیله مهوش محب کاکاخېل وايي، په پاکستان کې په تدریجي ډول کال په کال د مرګ سزاګانې کمې شوې دي. هغه وايي، په ځينو قضیو کې د مرګ سزاوې ضروري وي. د نوموړې په وینا که قاتلینو او هغو کسانو ته چې پر ماشومانو او مېرمنو جنسي تېری کوی، د مرګ سزاوې ورنه کړل شي نو بیا د هغوی د ناړامۍ مخنیوی شونی نه وي. هغه وايي: "که داسې کسان سزا ونه مومي په ټولنه کې نور کسان هم هغه جرمونه کوي، ځکه چې له هغوی سره به د مرګ د سزا وېره نه وي."
د پاکستان حکومت په ۲۰۰۸ کال کې چې اصف علي زرداري د هیواد ولسمشر وو، د مرګ په سزا بندیز لګولی وو خو وروسته په ۲۰۱۴م کال کې چې په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د ترهګرۍ برید وشو، نو حکومت یو وارې بیا مجرمانو ته د مرګ سزا اورول پیل کړل.