د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان حکومت د راتلونکې کال لپاره حج پاليسي اعلان کړې ده


Kyrgyzstan - Sadyr Japarov, Hajj, Mecca
Kyrgyzstan - Sadyr Japarov, Hajj, Mecca

د پاکستان مرکزي حکومت د ۲۰۲۵ز کال لپاره خپله حج پاليسي اعلان کړې ده.

د مذهبي چارو وفاقي وزیر چودري سالک حسین د نومبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې راتلونکی کال به ۱۷۹،۲۱۰ پاکستانيان حج ته ولاړ شي.

نوموړي زياته کړه، د حج کوټه نيم په نيمه د حکومتي او شخصي شرکتونو ترمینځ وېشل شوې ده. د مذهبي چارو د وزير په خبره، په حج پاليسۍ کې د “سپانسرشېپ کېټوګوري” هم ساتل شوې چې له مخې به يې حکومت ۵۰،۰۰۰ او شخصي حج ټوور اپرېټران ۳۰،۰۰۰ کسان حج ته لېږدوي.

سالک حسين زياته کړه چې د حکومتي حج سکیم لګښت به له ۱۰۷۵۰۰۰ څخه تر ۱۱۷۵۰۰۰ پورې او د قربانۍ اضافي لګښت به ۵۵،۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ وي.

نوموړي داراز وويل چې د حج تر حکومتي سکيم لاندې د پيسو لومړنی قسط چې ۲۰۰،۰۰۰ روپۍ دی، باید د حج درخواست جمع کولو پر وخت ورکړل شي. د هغه په وينا، د حج درخواستونو جمع کول به د نومبر له ۱۸مې د ډېسېمبر تر درېيمې پورې دوام وکړي او قرعه اندازي به د ډېسېمبر پر شپږمه کېږي.

پاکستان هر کال له سعودي عربه د حج تر ټولو لوړه کوټه ترلاسه کوي.

په ۲۰۲۳ز کال کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو شاوخوا دوه ميليونه مسلمانانو د حج مراسم ترسره کړي ول چې د پاکستان حکومت په وينا، پکې ۱۷۹ زره پاکستانيان ول.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG