د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د میرلي ځيني خلک د وسله والو او پوځ د نښتو له امله یو ځل بیا کډې باروي


د ضرب عضب عملیاتو په مهال له شمالي وزیرستانه لسګونه زره خلک بې کوره شوي ول ـ پخوانی انځور.
د ضرب عضب عملیاتو په مهال له شمالي وزیرستانه لسګونه زره خلک بې کوره شوي ول ـ پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا کې د شمالي وزیرستان میرلي اوسېدونکي وايي چې د ناسمو حالاتو له امله خلک مجبوره دي چې سیمه پرېږدي او د ځان ژغورنې لپاره بندوبستي سیمو ته کډه شي.

دوی وایي چې هره ورځ د مختلفو کلیو، لکه هرمز، موسکي، حیدر خېل، حسوخېل او نورو سیمو د ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې کورنۍ کډې باروي. دوی وايي چې په سیمه کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ نښتې کېږي چې د په دې مهال ګولۍ په کلیو هم پریوځي چې له وجې یې دوی د زیانونو سره مخ کېږي.

د میرلي ایپي سیاسي فعال، عادل داوړ مشال راډیو ته وویل چې دې حالاتو خلک اندیښمن کړي دي: "خلک د ۲۰ کلونو راهیسې په جنګ کې دي. هره ورځ دلته بریدونه او چاودنې کیږي. خلک ډېر سخت ژوند تېروي. هر څوک وس نه لري چې نورو ښارونو ته ولاړ شي. ریاست دې پر دوی رحم وکړي او دلته دې امن ټینګ کړي."

په ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب عملیاتو پر مهال هم له شمالي وزیرستانه زرګونه کورنۍ کډه شوې وې او د خیبر پښتونخوا بندوبستي سیمو، په ځانګړې توګه بنو او ډیره اسماعیل خان ته تللې وې. دا کډې د اوږدې مودې لپاره بېځایه پاتې شوې، او ډېری کورنۍ د خپلو سیمو د بیا رغونې او د امنیت د نشتوالي له امله لا هم نه‌ دي ستنې شوي.

د میرلي یو بل اوسېدونکی محمد رحمان مشال راډیو ته وویل چې د خلکو ژوند له سختو حالاتو سره مخ دی. هغه وویل: "هر څوک چې وس لري، خپل کورنۍ نورو ښارونو ته وړي. خو هر څوک دا وس نه لري چې کډه یوسي. موږ له حکومته د امنیت ټینګښت غواړو."

تېره اونۍ، د حسوخېلو د دواړو قبیلو مشرانو په میرلي کې یوه جرګه رابللې و. دوی له حکومته په وزیرستان او په ځانګړې توګه میرلي کې د امنیت ټینګولو غوښتنه وکړه. تر دې مخکې، هم د ټول وزیرستان په سطح یوه جرګه شوې وه، چې د امنیت د ټینګښت غوښتنې یې کړې وې.

په میرامشاه کې د پوځ یو افسر، چې د رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته ویلي چې پوځ په میرلي کې لوی عملیات نه دي پیل کړي او نه یې چا ته د کورونو یا سیمو پرېښودو ویلي دي. البته، د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات توند شوي دي. هغه زیاته کړه چې پوځ د ځايي خلکو د ځان او مال د ساتنې خیال ساتي.

ځینې ځايي خلک بیا وايي چې د ناامنۍ، هدفي وژنو، او د پوځ او وسله والو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي. د امنیت حالت ورځ تر بلې خرابېږي، او د کلونو غوښتنو سره سره، دایمي امن لا هم نه دی بحال شوی. په میرلي کې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو ورځو کې، د پولیسو او ځايي خلکو په وینا، وسلوالو درې ځايي کسان په هدفي بریدونو کې وژلي دي. تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په میرلي کې ټولې ۳۸ هدفي وژنې شوې وې.

XS
SM
MD
LG