د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې تر سخت امنیت لاندې د عاشورې ماتمي غونډې روانې دي


په پېښور کې پولیس د عاشورې د جلوس ساتنه کوي ـ پخوانی انځور.
په پېښور کې پولیس د عاشورې د جلوس ساتنه کوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت وايي د عاشورې د ماتمي غونډو او جلوسونو پر مهال یې سخت امنیتي ګامونه پورته کړي دي.

په هغه هېواد کې د جولای پر ۱۷مه ماتمي لاریونونه کېږي چې مقصد يې د کربلا قربانيانو ته عقيدت وړاندې کول دی.

پر دې مهال د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې د لاريونونو د امنيت لپاره د پوليسو ترڅنګ پوځيان هم ځای پر ځای شوي دي.

وفاقي حکومت د امنیت په موخه په یوشمېر ښارونو کې د موبایل ټېلېفون او انټرنېټ خدمات ځنډولي دي.

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي چې د مرکز پېښور په ګډون یې په بېلابېلو ضلعو کې تر ۵۰،۰۰۰ زیات پولیس ځای پر ځای کړي دي.

پولیس وايي چې یوازې په پېښور کې ۱۳،۰۰۰ پولیس ځای پر ځای شوي دي او د ماتمي لاریونونو پر مهال یې په بېلابېلو کوڅو، سړکونو او لارو کې سلګونه څارګرې کیمرې لګولې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي دي چې د ماتمي غونډو د امنیت لپاره یې د اېف سي ځواک سرتېري هم ځای پر ځای کړي دي.

د ۶۸۰ز عيسوي کال د اکتوبر پر ۱۰مه (د ۶۱م هجري قمري کال د محرم الحرام پر ۱۰مه) د اموي خليفه يزيد لښکرو د عراق په کربلا سيمه کې د جګړې پر مهال د اسلام د پیغمبر د لمسي امام حسین په ګډون د هغه د کورنۍ نور غړي وژلي ول.

د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې شیعه ګان د دې ورځې په مناسبت هر کال د محرم په لومړیو ۱۰ ورځو کې ماتمي غونډې او لاریونونه کوي.

په پاکستان کې د محرم پر نهمه او ۱۰مه (د جولای پر ۱۶مه او ۱۷مه) عامه رخصتي ده او ټول کاروباري مرکزونه او سرکاري ادارې تړلې دي.

XS
SM
MD
LG