د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې سیاسي اتحاد وايي امنیتي ځواکونو او وسلوالو ته د خلکو ځورولو اجازه نه ورکوي


 په تېرو دوو کلونو کې په باړه کې د ناامنۍ پرضد مظاهرې او لاریونونه شوي دي - پخوانی انځور
په تېرو دوو کلونو کې په باړه کې د ناامنۍ پرضد مظاهرې او لاریونونه شوي دي - پخوانی انځور

په خیبر ضلع کې د باړې سیاسي اتحاد مشرانو ویلي چې وسلوالو او امنیتي ځواکونو ته اجازه نه ورکوي چې خلک وځوروي او بې کوره یې کړي.

د اتحاد یو مشر خان ولي اپرېدي د اګست پر ۲۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې داسې عملیات نه مني چې پکې يې ځان، مال او عزت خوندي نه وي.

نوموړي زیاته کړه چې که چېرته ریاستي ادارې امنیت نه شي باوري کولای نو بیا دې د تیرا او باړې سیمه پرېږدي.

د تیرا ولسونه وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې وسلوالو هلته ګزمې پیل کړې دي او پر ټولنیزو شبکو یې ویډیوګانې هم خپرې شوې دي.

د باړې سیاسي اتحاد یو بل مشر هاشم خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې امنیتي سرتېري خلک او د هغوی کاروبارونه په نخښه کوي. ده خبرداری ورکړ چې که امنیت پر ځای نه شو نو بیا احتجاجونه پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې په جولای کې د تیرا د بر قمبرخېلو سريشتې يا د کمېټۍ مشرانو ویلي ول چې په هغه سیمه کې نور وسلوال نه پرېږدي او امنیتي ځواکونو ته هم د چاپو وهلو اجازه نه ورکوي.

خو په باړه او تیرا کې امنیتي چارواکي وايي چې د سیمې امنیت ته ژمن دي او له یوې مودې راهيسې يې د وسلوالو ضد هدفي عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان پوځ له ۲۰۰۸ز څخه تر ۲۰۱۶ز کال پورې د خیبر په باړه او تیرا کې کې عملیات کړي ول چې پر اساس یې سیمه له وسلوالو پاکه وګرځوله. د عملیاتو له وجې د سیمې ګڼې کورنۍ بې کوره شوې وې او د خلکو کاروباري او ورځنی ژوند اغېزمن شوی وو.

د باړې او تیرا اوسېدونکي وايي هلته له ۲۰۲۲ز کال راهیسې د وسلوالو فعالیتونه او ناامني زیاته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د پوځي عملیاتو اعلان وکړ.

پوځ او حکومت پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د هغو عملیاتو ضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ټینګ شوی.

داراز، د خیبر انتظامي او امنیتي چارواکو هم په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د وسلوالو پرضد یې مبارزې ته دوام ورکړی او هېڅوک د امنیت خرابولو ته نه پرېږدي. چارواکي البته له ولسي وګړو څخه هم د وسلوالو پرضد په اقداماتو کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

خیبر ضلع تاریخي، اقتصادي او امنیتي ارزښت لري. دا سیمه د خیبر دره لري چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ تر ټولو مهمه لاره ده.

XS
SM
MD
LG