د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال منیر: "بهرني قوتونه په برېښنايي ډېجېټل ترهګرۍ" کې لاس لري


جنرال سید عاصم منیر (له کیڼ لوري لومړی) په سیالکوټ کې د وژل شویو پوځیانو پر یادګار دوعا کوي - پخوانی انځور.
جنرال سید عاصم منیر (له کیڼ لوري لومړی) په سیالکوټ کې د وژل شویو پوځیانو پر یادګار دوعا کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د پوځ مشر ویلي دي چې "بهرني قوتونه" په هېواد کې په "برېښنايي ترهګرۍ یا ډېجېټل ټېررېزم" کې ککړ دي.

جنرال سید عاصم منیر د اګست پر ۱۳مه د اېبټ اباد د کاکول په پوځي اکاډمۍ کې د پاکستان جوړېدو ورځې په مناسبت پوځیانو ته په وینا کې د کومې ډلې یا هېواد نوم وانخیست خو و یې ویل چې "برېښنايي ترهګر" د ریاستي ادارو او ولس ترمینځ "درز" پیدا کول غواړي، البته، په وینا یې "ورانکاري به په خپل مقصد کې کامیاب" نه شي.

پاکستان د ۱۹۴۷ز کال د اګست په نیمايي کې د برتانیا واکمنۍ ختمېدو او د هند نیمه وچې د وېش په نتیجه کې جوړ شوی وو او په دې لړ کې د اګست پر ۱۴مه د هېواد په مختلفو برخو کې دولتي او غیرسرکاري غونډې کېږي.

د پاکستان د پوځ مشر دا هم وویل چې د پاکستان ایین خلکو ته د بیان ازادۍ حق ورکوي، خو "حدونه یې هم ټاکي."

جنرال عاصم منیر وویل، پوځ د هېواد د ساتنې لوړه کړې ده، چې پوره کوي یې. "د پاکستان د پوځ کمزوري کول د ټول ملک د کمزوري کولو معنا لري. زه باوري یم چې هېڅ منفي ځواک نه پخوا [د پوځ او ولس تر مینځ] دا رشته کمزورې کړې او نه به یې په راتلونکې کې کمزورې کړای شي. پوځ په داخل او بهر کې د هېواد د ساتنې سوګند کړی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لوړپوړي پوځي او حکومتي چارواکي له یوې مودې راهیسې د برېښنايي ترهګرۍ اصطلاح کاروي.

وزیراعظم شهباز شریف هم د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو ۷۷ کلونو پوره کېدو په مناسبت په پیغام کې د چا نوم نه دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې "بدبختانه دښمن د برېښنايي یا ډېجېټل ترهګرۍ" په کارولو "د هېواد د پرمختیا سفر سبوتاژ کولو" هڅې کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف د جولای پر ۲۲مه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې دعوه کړې وه چې ځینې کسان په هېواد کې پر ټولنیزو شبکو وېره خپروي او دې ته یې د "برېښنايي ترهګرۍ (ډېجېټل ټېررېزم)" اصطلاح وکاروله.

هغه ویلي ول چې د پاکستان ايين هر وګړي ته د بیان ازادۍ حق ورکوي، خو د "ډېجېټل ترهګرۍ" کولو ازادي نه شته.

هغه تور پورې کړ چې که هر څوک پر انټرنېټ د امنيتي ځواکونو پر ضد خلک پاروي او په ولس کې وېره خپروي، هغه "ترهګر" دی چې د قانون له لارې کنټرولېدای شي.

خو د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وویل چې حکومت دې معلوماتو ته په لاسرسي کې ولس ته ستونزې نه جوړوي او په ایین کې دې یاد شوي حقونه ورکړي.

له کمېشن پرته د بشري حقونو نورو ډلو او فعالانو هم اندېښنه ښوولې چې حکومت د برېښنايي ترهګرۍ په نوم د بیان پر ازادۍ محدودیتونه پراخول غواړي.

د "برېښنايي ترهګرۍ" اصلاح لومړی د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر کارولې وه. هغه په مې میاشت کې ویلي ول چې "ډېجېټل ترهګر" د "درواغو، ناسمو خبرونو او پروپیګنډې" له لارې د پوځ او ولس ترمینځ واټن زیاتوي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG