د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کوربه توب د "پښتنو قامي عدالت" په نوم لویه جرګه پای ته رسېدلې ده.
هغه پراخه جرګه د اکتوبر پر ۱۳مه شپې ناوخته تر هغې وروسته پای ته ورسېده چې د بېلا بېلو ضلعو په خیمو کې ناستو جرګګیو خپلې سپارښتنې او وړاندیزونه نهايي کړل او خپل استازي ته یې وسپارلې چې بیا ورباندې ۸۰ کسیزه نماینده جرګې بحث وکړ.
د پي ټي اېم مشر منظور احمد پشتین تر دې مخکې ویلي ول چې د اکتوبر پر ۱۳مه شپې مهال به د جرګې په میدان کې پراخه جلسه هم کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د پي ټي اېم په کوربه توب د جرګې منتظمانو مخکې ویلي ول چې درې ورځنۍ جرګه به په ځنډ پر پیلېدو سربېره د اکتوبر پر ۱۳مه پای ته ورسي.
د اکتوبر پر ۱۲مه ماښام مهال منتظمانو د ټولو خیمو استازو ته اعلان وکړ چې خپل بحثونه او سلا مشورې دې رسماً پیل کړي، د شپې تر ۱۱ بجو پورې دې خپلې سپارښتنې تیارې کړي او ۸۰ استازي دې وټاکي.
د جرګې یو منتظم ملک شاه اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې ټولې ډلې چې خپلې سپارښتنې تیارې کړي، نو بیا به مرکزي جرګې یا لویې کمېټۍ ته یو استازی ټاکي.
دی وايي چې ټول استازي په پاکستان کې د هرې پښتون مېشته ضلعې یا ولسوالۍ او هر ګوند پر سر یو، یو استازی مقرروي چې له دې څخه به "۸۰ کسیزه نماینده جرګه شي چې بیا به خپل خپل تجویزونه سره یو ځای کړي، حتمي مسوده به یې تیاره کړي او په حلف (سوګند) کولو سره به خپل راتلونکی پروګرام (ناستې) پر مخ بیايي."
تر دې مخکې، د پي ټي اېم مشر منظور پشتین د اکتوبر پر ۱۲مه جرګې ته په پرانیستونکې وینا کې وویل چې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې "د ترهګرۍ" پرضد د مبارزې او ناامنیو پر مهال په زرګونو پښتانه ورک شوي دي.
نوموړي وویل چې د پي ټي اېم د غونډو کړیو ارقامو له مخې، له ۲۰۰۲ز کال راهیسې شاوخوا "۶،۷۰۰ پښتانه ورک شوي دي" او د ځای ځایګي هېڅ پته یې نه لګي. "د هغوی ښځې په بیا بیا وايي چې دومره دې ورته وویل شي چې 'تاسې کونډې یاست یا مړونه مو ژوندي دي.' تر اوسه دا جنګ نه دی ختم شوی."
پشتین وویل چې د تېرو دوو لسیزو پر مهال په لسګونو زره پښتنو ته مرګژوبله واوښته او لوی زیانونه یې ولیدل، نو ځکه اړینه ده چې په جرګه کې د خپل راتلونکي ژوند په اړه په یووالي پرېکړه وکړي. "بس له موږ سره یو انتخاب پاتې دی چې غیرت وکړو او داسې په اتفاق شو لکه دلته چې په دې جرګه کې د هر ګوند او هر تنظیم مشران او غړي چې راجمع شوي دي. چې داسې ورته په اتفاق شو نو نه مو بیا وژلی شي، نه مو ذلیلولای شي او نه مو لادرکه کولای شي."
دا په داسې حال کې ده چې پشتین په اګست کې پر فېسبوک په ویډیويي بیان کې ویلي ول چې د غورځنګ غړي او فعالان کلي په کلي ګرځي او په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د وژل شویو او ورکو پښتنو ټول ارقام غونډوي. ده ویلي ول چې هغه شمېر او معلومات به د جرګې پر لومړۍ ورځ ټولو مشرانو او ګډونوالو ته وړاندې کوي.
پښتون ژغورنې غوځنګ د اکتوبر پر ۱۲مه د جرګې تر رسمي پرانیستې وروسته ټولو ګډونوالو ته د ترهګرۍ پرضد د جګړې، عملیاتو او ناامنیو پر مهال د وژل شویو په اړه مستند فلم وښود.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په کوربه توب لویې جرګې ته د ګڼو بې درکه او وژل شویو وګړو د کورنیو غړي ورغلي دي چې د خپلو ضلعو په خیمو کې ناست دي.
د بونېر ضلعې په خیمه کې ناست یو کس منیر د اکتوبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې ورور یې له ۲۰۰۹ز کال راهیسې ورک دی.
منیر وايي، دوه وروڼه او خوریی یې د ورک ورور د لټون پر مهال د جبري بې درکۍ ښکار شول او کورنۍ یې تښتوونکو ته یو کروړ (۱۰ میلیونه) روپۍ تاوان ورکړ خو پر دې سربېره هغه درېواړه ووژل شول. "تاسو ته پته ده چې زموږ په علاقه خو کروړ روپۍ پیدا کول ډېر مشکل دي. زموږ رشته دارانو او دوستانو په شریکه باندې تعاون او مرسته وکړه، پیسې یې راجمع کړې او زموږ د دغه تکلیف د دفع کولو لپاره هر سړي خپل کردار ادا کړ، او هغه متعلقه ځای چې هغوی موږ ته ښوولی وو هلته ورغلو، پیسې مو یووړې. هغو کسانو پیسې واخیستې او مزید درې کسان یې نور هم شهیدان کړل."
منیر دا روښانه نه کړه چې ورور یې چا تښتولی، چا ورڅخه تاوان واخیست او چا یې د کورنۍ غړي ووژل.
خو د بونېر په خیمه (پنډال) کې ناست بل کس محمد طاهر مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو یې په ۲۰۰۹ز کال کې پر کور چاپه ووهله او دی او ورور یې ونیول.
نوموړی وايي چې هغوی دی وروسته پرېښود خو له هغې ورځې راهیسې یې د ورور هېڅ درک نه دی لګېدلی. "زه هره دروازه ټکوم چې زما ورور بازیاب شي. که څه جرم یې کړی وي نو سزا دې ورکړي، که نه یې کړی نو ازاد دې یې کړي ځکه چې زما مور یې انتظار کوي."
طاهر وايي چې امنیتي چارواکو اول ورته ویلي ول چې د ورور پر ضد یې "شکایت" درج شوی نو ځکه یې نیولی، خو څه موده پس یې ورته وویل چې پر هغه نورې مقدمې هم دایرې شوې دي. "نو موږ ورته وویل چې که مجرم وي سزا ورته ورکړه خو موږ ته یې وښیه چې سړی مړ دی، ژوندی دی، څه شو؟"
په پاکستان کې د جبري بې درکیو مسله څو لسیزې سابقه لري. هلته د بشري حقونو فعالان او د بې درکه کسانو خپلوان د امنیتي او استخباراتي ادارې په جبري بې درکیو تورنوي او ادعا کوي چې ځینې کسان يې په "جعلي نښتو" کې وژل شوي هم دي.
د پاکستان پوځ هغه تور ردوي خو دا هم وايي چې ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، اصلاً له وسلوالو ډلو سره یوځای شوي دي. اخوا وفاقي حکومت په بیا بیا د هغې ستونزې د هوارولوژمنه کړې ده.
په هغه هېواد کې په جبري ورکو شویو د قضيو په اړه کارکوونکی حکومتي کمېشن وايي چې د روان ۲۰۲۴ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۱۹۷ نوې قضيې ثبت کړې وې. په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ شوي کمېشن د جولای پر لومړۍ نېټه په راپور کې وویل چې تر اوسه یې د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د ۱۰،۲۸۵ جبري لادرکيو قضیې ثبت کړې دي. د کمېشن په وینا، له هغو څخه یې ۸،۰۱۵ قضیې هوارې شوي او نورې لا پاتې دي.
د پاکستان حکومت او پوځ داراز وايي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې امنیتي ځواکونو "لویې قربانۍ" ورکړې دي. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.
نوموړي وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.
د پښتنو قامي جرګې پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) نور ارقام هم ورکړي دي.
- جرګه وايي چې په تېرو دوو لسیزو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنیو په بېلابېلو پېښو ټول ۷۶،۵۸۴ کسان وژل شوي او ۲،۷۰۰ ښځې کونډې شوې.
- په ناامنیو کې ۱،۷۳۸ قبایلي او ولسي مشران او ۲،۰۰۰ دیني عالمان ووژل شول.
- د ګوزڼ (پولیو) پر واکسیني ډلو په حملو کې ۲۱۳ روغتیايي کارکوونکې ووژل شوې.
- جرګه وايي، په بېلابېلو سیمو کې د ځمکلاندې بمونو په چاودنو کې ۷،۵۳۸ کسان معلول یا معذوره شوي دي.
- جرګه د غونډو کړیو ارقامو پر اساس وايي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په دواړو صوبو کې ۹،۲۳۷ لویې حملې شوې دي.
- د ناامنیو او عملیاتو له وجې په بېلا بېلو وختونو کې په ټولیز ډول ۵.۷ مېلیونه وګړي بې ځایه شول چې ورڅخه یې ۲.۳ مېلیونه اوس هم د بې کورۍ ژوند تېروي.
- د ناامنیو او عملیاتو پر مهال په مختلفو ځایونو کې ټول ۳۷۰،۰۰۰ کورونه ړنګ شوي دي.
- د پاکستان پوځ په تېرو دوو لسیزو کې یو مېلیون (۱۰ لکه) اېکړه ځمکه نیولې ده.
- حکومت د ۲۱۷،۰۰۰ پښتنو شناختي کارډونه بند کړي دي.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د پي ټي اېم جمع کړي ارقام نه شي تاییدولای او د پاکستان حکومت یې هم د ارقامو د راپور خپرېدو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
البته حکومت په تېرو وختونو کې په بیا بیا ویلي دي چې په ناامنیو او حملو کې یې لوی زیانونه ګاللي دي، لسګونه زره وګړي وژل شوي خو وايي چې پر هر څه سربېره د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي، امنیت بحالوي او د بې کوره وګړو خپلو کلیو ته ستنولو ته ژمن دی. د پاکستان حکومت وايي چې د بې کوره خلکو لوی اکثریت یې خپلو سیمو ته ستانه کړي خو په زرګونو کورنۍ لا هم ځکه بې کوره دي چې په سیمو کې یې امنیت نه دی ټینګ شوی.
حکومت په تېرو کلونو کې ویلي دي چې د مشکوکو کسانو شناختي کارډونه (تذکرې) بندوي او که څوک ګڼي چې چارواکو یې په غلطۍ کارډ بند کړی نو د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ته دې شکایت وکړي.
د خیبر ضلعې د جمرود په رېګي للمه کې د پښتنو لویې جرګې ته په لسګونو زرو پښتانه ورغلي دي.
په عین حال کې د ګوندونو مشرانو او مدني فعالانو بیا له کنټېنرو څخه له جوړ دریځه (سټېجه) تر ماخوستن پورې په زرګونو کسانو ته ویناګانې کولې.
ټاکل شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) تر انتظام لاندې لویه جرګه د اکتوبر پر ۱۳مه ماښام مهال خپله وروستۍ اعلامیه خپره کړي او بیا به ماښام مهال د جرګې ټول ګډونوال بې له خیمو په پرانیستي میدان کې جلسه وکړي.
ټاکل شوې وه چې د پي ټي اېم جرګه د اکتوبر پر ۱۱مه پیل شي، خو د غورځنګ مشر منظور پشتین د هم هغې نېټې پر ماخوستن د رېګي للمې میدان ته ورغونډو شویو خلکو ته په وینا کې وویل چې په تېرو ورځو کې په خیبر کې جرګې ته د چمتووالي پر هڅو او انتظامي چارو د پولیسو او امنیتي ځواکونو د پرله پسې حملو او چاپو، د سامانونو سوځولو او نورو سامانونو ته د ورړلو اجازې نه ورکولو له کبله جرګه پر خپل وخت او ترتیب پيل نه شوه. "د دې جرګې په انتظاماتو په بريد کې ملګري شهيدان شول نو ځکه جرګه له ځنډ سره مخامخ شوه."
دا په داسې حال کې ده چې پي ټي اېم وايي چې پوليسو او امنیتي ځواکونو د اکتوبر پر نهمه شپې شاوخوا درې بجې په پینځم ځل د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کيمپ چاپه ووهله، خیمې او د جرګې د انتظام لپاره یې نور شیان لیرې کړل او میدان یې ونیوه.
غورځنګ پولیس تورنوي چې د اکتوبر په نهمه يې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د هغوی پر غړو او فعالانو ډزو کې پینځه کسان ووژل او تر ۱۰ زیات ژوبل کړل.
د اکتوبر پر ۱۲مه د پښتون ژغورنې غورځنګ درې ژوبل غړي د جرګې مرکزي تالار ته ورغلل او هلته تر څه وخت پورې ناست ول. له دې پرته ځینې نور ژوبل کسان هم هلته د یووالي او د خپلې حاضرۍ لپاره ورځي او تر څه وخت پورې تر ناستې وروسته روغتون ته ستنېږي.
غورځنګ وايي چې پوليسو د هغوی په سلګونه غړي هم نيولي دي. پولیسو او انتظامي چارواکو لا د پي ټي اېم د تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو د خيبر پښتونخوا اعلاوزير د پي ټي اېم پر غړو د بريد غندنه کړې وه.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د اکتوبر پر ۱۱مه د جرګې میدان ته ولاړ او ګورنر فیصل کریم کونډي هم جرګې میدان ولید. د دې ترڅنګ د ګڼو سیاسي ګوندونو مشران هم د جرګې میدان ته ورغلل. د جرګې په میدان کې د بېلا بېلو ضلعو د خلکو او سیاسي ګوندونو لپاره خيمې لګېدلې دي.
تر دې مخکې د پاکستان حکومت د اکتوبر پر شپږمه د يو فرمان په خپرولو پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې يې "ناقانونه سازمان" وګرځاوه.
پي ټي اېم حکومتي اقدام "ظالمانه" وباله او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، د پاکستان سیاستوالانو او فعالانو بندیز وغنده او ورباندې یې خواشیني وښوده.
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې د پښتون قامي عدالت په نوم په دې درې ورځنۍ جرګه کې به په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشته سیمو د وسایلو د واک د ستونزو د هواري او د يوشمېر نورو چارو په اړه ګډه پرېکړه کوي.
پشتین د هغې لویې غونډې اعلان د جولای پر ۱۲مه د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې د غورځنګ د یو مخکښ ګیله من وزیر په جنازه کې ورغونډو شويو زرګونو کسانو ته په وينا کې کړی وو.
نوموړي د جرګې تر اعلان وروسته له ګڼو سیاسي مشرانو سره وکتل، د پښتنو بېلا بېلو ضلعو ته ولاړ او د سیمې مشرانو ته یې په جرګه کې د ګډون بلنه ورکړه.
پي ټي اېم په ۲۰۱۸ز کال کې جوړ شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري بې درکیو، ماورای عدالتي وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخې مظاهرې، جلسې، احتجاجي ناستې او غونډې کړې