د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د بیان ازادۍ لپاره کارکوونکې ادارې پر اېکس د بندیز لیرې کولو غوښتنه کړې


پاکستان کې حکومت له فبرورۍ راهیسې پر اېکس محدودیت لګولی دی - پخوانی انځور.
پاکستان کې حکومت له فبرورۍ راهیسې پر اېکس محدودیت لګولی دی - پخوانی انځور.

په پاکستان کې د بیان ازادۍ لپاره کارکوونکې يوې ناحکومتي ادارې پر حکومت غږ کړی چې پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر دی، بندیز ليرې کړي.

پاکستان پريس فاونډېشن د جولای پر نهمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د "ملي امنيت ساتلو په بهانه" د بیان ازادۍ تروړل سم کار نه دی نو ځکه د حکومت دا اقدام ردوي.

هغې ادارې پوښتنه کړې چې که اېکس د امنيت لپاره دومره بد دی نو حکومتي چارواکي يې ولې کاروي؟

د پاکستان حکومت لا د بیان ازادۍ لپاره د کارکوونکې هغې ادارې د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې اېکس شبکه د فبرورۍ له ۱۷مې بنده ده او خلک یې د غیر واقعي شخصي شبکې (ورچوول پرایوېټ نېټورک یا وي پي اېن) په نوم د اپلیکېشنونو او سروېسونو په مرسته کاروي.

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) په ګډون د بشري حقونو لسګونو سازمانونو او ټولنو له اسلام اباده غوښتي دي چې هغه ټولنیزه شبکه دې ژر بحاله کړي.

داراز د بشري حقونو فعالان د محدودیت پر ضد عدالت ته تللي دي. د ډان ورځپاڼې او جيو نيوز ټېلېوېژن د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وکيلانو په سيند های کورټ کې په دې اړه د مقدمې اورېدنې پر وخت وويل چې ځيني خلک پر اېکس د ليکنو له لارې په ملک کې ناامنۍ خپرولو ته لمن وهي، نو ځکه یې بند کړی دی.

خو د پاکستان بشري حقونو کمېشن تېره میاشت ويلي ول چې د پاکستان ايين خلکو ته د رایې د اظهار اجازه ورکوي نو ځکه بايد حکومت پر اېکس بندیز ليرې کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سېکرټر خرم اغا په اپرېل کې اسلام اباد های کورټ ته ویلي ول چې اېکس شبکه یې د امنیتي اندېښنو په ځوابولو کې پاتې راغله نو ځکه یې ورباندې بنديز ولګاوه.

نوموړي وویل چې دا اقدام یې تر هغې وروسته وکړ چې اېکس د هغې شبکې د ناسمې کارونې په برخه کې د اسلام اباد د "قانوني هدایتونو یا امرونو" په عملي کولو کې پاتې راغی.

وزارت دا هم ویلي ول چې پر شبکې د محدودیتونو موخه د بیان پر ازادۍ یا معلوماتو ته پر لاسرسي بندیز لګول نه دي.

تر دې وروسته د اېکس شبکې د حکومتي چارو څانګې د اپرېل پر ۱۷مه په بیان کې ویلي ول چې د پاکستاني حکومت پر اندېښنو د پوهېدو لپاره یې ورسره کار ته دوام ورکړی دی.

پېښور های کورټ هم د مارچ پر ۲۲مه وفاقي حکومت او د مخابراتي چارو د ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) ته د محدودیت په اړه د سپیناوي ورکولو امر کړی وو.

اېکس یا پخوانی ټوېټر یوه ټولنیزه شبکه ده چې په وینا یې، هره میاشت یې ووبپاڼه او اپليکېشن (ایپ) شاوخوا ۶۰۰ مېلیونه فعاله کاروونکي لري.

اېکس او د هغې مشر اېلان مسک اکثر ټینګار کوي چې د بیان بشپړې ازادۍ ته ژمن دي او ورباندې هېڅ محدودیت نه شي زغملای.

په پاکستان کې ګڼ خلک پر سیاسي او نورو موضوعاتو د بحث او د خبرونو خپرولو لپاره اېکس کاروي.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه ټولټاکنې وشوې. پر هغه ورځ حکومت د هغه هېواد په ګڼو برخو کې د موبایل ټېلېفون او انټرنېټي خدمات ځنډولي ول. هغه وخت د کورنیو چارو وزارت ویلي ول چې دا کار یې د امنیت ټینګښت لپاره کړی وو.

XS
SM
MD
LG