د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي اېم مخکښ عالمزېب مسید له زندانه خوشې شو


عالمزېب مسید په جنوبي وزیرستان کې د پي ټي اېم یوې جلسې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
عالمزېب مسید په جنوبي وزیرستان کې د پي ټي اېم یوې جلسې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) يو مخکښ عالمزېب مسيد له زندانه خوشې شوی دی.

د هغه ملګري او د ملي جمهوري غورځنګ صوبايي رابطه کار (کووارډینېټر) ګلبدين مسید د ډېسېمبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې مسيد یوه ورځ وړاندې د خیبر پښتونخوا د هريپور له زندانه تر خوشې کېدو وروسته ورته وسپارل شو او خپل کور ته رسېدلی دی.

د ډېره اسماعيل خان پولیسو عالمزیب د روان (۲۰۲۴ز) کال د اکتوبر پر دويمه د عامه نظم د ګډوډۍ د مخنيوي د قانون له مخې نيولی وو.

نوموړی د بشري حقونو فعال دی چې د جبري بې درکه شویو خلکو او د ځمکلاندې بمونو (ماينونو) په چاودنو کې د زيانمنو شويو کسانو د شمېرو ټولولو په برخه کې یې ډېر کار کړی دی.

د خیبر پښتونخوا او سیند صوبې پولیسو عالمزېب مسید او د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه نور پلویان د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر په ۱۱مه په خیبر کې تر پښتون قامي جرګې مخکې نیولي ول.

د جمرود په رېګي للمه کې د پښتنو درې ورځنۍ لویې جرګې ته په پښتون مېشتو سیمو کې د ټولو ګوندونو مخکښ سیاستوالان، د خیبر پښتونخوا ګورنر او اعلا وزیر، د صوبايي حکومت لوړپوړي چارواکي، د بېلابېلو ولسونو مشران، مدني فعالان، پوهان، هنرمندان، لیکوالان او په لسګونو زرو پښتانه ورغلي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ د نومبر له ۲۱مې نېټې راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د خپلو غړو او پلویانو د نیول کېدو خلاف د مظاهرو لړۍ پیلولو اعلان هم کړی وو.

عالمزېب مسید تر دې وړاندې هم څو وارې نیول شوی او زنداني شوی دی. هغه د ۲۰۲۳ز کال په جون کې هم پولیسو نیولی وو چې بیا وروسته یې د جون پر ۱۷مه عدالت ته وړاندې کړ او پر ضد یې مقدمه پیل شوه. نوموړي هغه مهال رسنیو ته ویلي وو چې پولیسو د مخدره موادو په یوه جعلي مقدمه کې نیولی دی.

عالمزېب مسيد د "میں ملزم نہیں مدعی ہوں" په نوم کتاب هم ليکلی دی چې "زه ملزم نه، مدعي يم" تر سرليک لاندې پښتوته هم ژباړل شوی دی.

عالمزېب مسيد پر ۱۰۵ پاڼو مشتمل په کتاب کې په کراچۍ کې د ځان د نيونې، د زندان د ورځو شپو، د جبري بې درکیو د سلسلې د پیل او لاملونه، پر ولسي خلکو د تشدد، د ماینونو پر ضد د خپلو هلو ځلو، پر امنیتي پوستو له عامو خلکو سره چلند او د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو پر لاملونو ليکل کړي دي. عالمزېب مسید وايي چې د پاکستان حکومت یې پر کتاب بندیز لګولی او زیاتوي چې دا کار د بیان د ازادۍ خلاف دی.

XS
SM
MD
LG