د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم وايي د بنو پولیسو د خیبر جرګې ته پر تلونکو قافلو چاپې وهلي، شاوخوا ۸۰ تنه یې نیولي دي


د پي ټي اېم غړي او پلویان په خیبر کې د جرګې تر خیمې لاندې ناست دي - د اکتوبر نهمې انځور.
د پي ټي اېم غړي او پلویان په خیبر کې د جرګې تر خیمې لاندې ناست دي - د اکتوبر نهمې انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او د شمالي وزیرستان یوشمېر اوسېدونکو ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا په بنو کې یې پولیسو په خیبر کې جرګې ته پر تلونکو قافلو چاپې وهلې دي او تر ۸۰ پورې کسان یې نیولي دي.

د شمالي وزیرستان د اتمانزیو جرګې د اکتوبر پر شپږمه په ضلع کې د ناامنۍ پرضد د خپل احتجاج ختمولو او په قافلو کې د خیبر جرګې ته د تګ اعلان کړی وو.

د پي ټي اېم یوشمېر فعالانو او د شمالي وزیرستان اوسېدونکو د اکتوبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې د بنو د بېلابېلو تاڼو پولیسو په مختلفو ځایونو کې چاپې ووهلې او لسګونه کسان یې ونیول.

د بنو پولیسو لا د پي ټي اېم او د وزیرستان د اوسېدونکو دعوې په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو د بنو د ښار یا سېټي تاڼې یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط تایید کړه چې پولیسو په بېلابېلو ځایونو کې جرګې ته پر تلونکو قافلو چاپې وهلې دي او ځینې کسان یې نیولي دي.

چارواکي د نیول شویو کره شمېر و نه ښود البته زیاته یې کړه چې ګرفتارۍ له څو ورځو راهیسې روانې دي.

د خیبر په رېګي للمه کې د جرګې په کیمپ کې د غورځنګ یو فعال لطیف وزیري مشال راډیو ته وویل چې د موبایل ټېلېفون شبکې او انټرنېټ بندېدو له وجې په اسانۍ له ملګرو سره رابطه نه شي کولای خو زیاته یې کړه چې تر ۸۰ پورې فعالان نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کړی چې پولیسو یې د خیبر ضلعې د جمرود په رېګي للمه کې پر غړو او فعالانو "مستقیمې ډزې" وکړې چې پکې درې کسان ووژل او تر ۱۰ زیات ژوبل شول.

په حیات اباد میډیکل کمپلېکس کې د پي ټي اېم یوشمېر فعالانو او عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل چې پولیسو پر "سوله ییزو" فعالانو "ډزې" وکړې او پرضد یې اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.

د پېښور د حیات اباد میډیکل کمپلېکس د طبي چارو رییس ډاکتر شهزاد اکبر مشال راډیو ته وویل چې روغتون ته درې مړي او ۱۲ ژوبل کسان لېږدول شوي ول.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خيبر کې د پي ټي اېم پر پلويانو پر ډزو "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده.

پولیسو او انتظامي چارواکو لا د پي ټي اېم د تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

خو د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د خیبر په رېګي للمه کې پر روان وضعیت په اړه د لوړپوړو چارواکو غونډه وربللې ده چې پکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم ګډون کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په بیان کې غونډې ته د "پراخې یا لویې جرګې" نوم ورکړی دی او ورسره یې ویډیو هم خپره کړې ده چې پکې ښکاري چې له اعلاوزیر سره یوې خوا ته ګورنر فیصل کریم کونډی او بل څنګ ته یې نقوي ناست دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې د اکتوبر ۱۰مې په جرګه کې صوبايي وزیران او د ټولو ګوندونو مخکښ سیاستوالان هم ګډون کوي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي ویلي چې د هغې غونډې له کبله د اسمبلۍ ناسته ځنډوي.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۰مه اسمبلۍ ته په لنډه وینا کې د پي ټي اېم د غړو پر مرګژوبلې خواشیني وښوده او زیاته یې کړه: "وفاقي حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز لګولي. خو دا د پښتنو جرګه ده. په دواړو کې فرق دی. د پښتنو په جرګه کې هر يو قام او ګوند استازي ګډون کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د اکتوبر پر شپږمه د يو فرمان په خپرولو پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې يې "ناقانونه سازمان" وګرځاوه.

په فرمان کې دعوه شوې وه چې "پښتون ژغورنې غورځنګ په داسې فعالیتونو اخته دی چې د هېواد د سولې او امنیت په زیان دي."

د غورځنګ مشر منظور پشتين پر هم هغه ورځ په لنډ بیان کې حکومتي اقدام "ظالمانه" وباله او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په ګډون د بشري حقونو ادارو، فعالانو او سیاستوالانو حکومتي اقدام وغنده او ورباندې یې خواشیني وښوده.

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) هم د اکتوبر پر اتمه په بیان کې پر غورځنګ پر بندیز او د ترهګرۍ ضد قانون پر استعمال سخته نیوکه وکړه.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اکتوبر پر نهمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې پر پي ټي اېم د بندیز لګولو حکومتي پرېکړې ننګه وکړه او تور یې پورې کړ چې غورځنګ د اکتوبر پر ۱۱مه لویه "جرګه نه کول غواړي" ځکه چې "جرګې پخوا هم شوې دي" او "جرګه په قبایلي مشرانو مشتمله وي" خو "په زرګونو کسان ورغوښتل جرګه نه بلکې بل څه وي."

په پاکستان کې چې حکومت د یو سازمان نوم "تر بنديز لاندې ډلو" په نوملړ کې شامل کړي نو بیا یې شتمني کنګلېږي، دفترونه یې تړل کېږي او پر مشرانو او غړو یې د ولسي غونډو جوړولو، د ویناګانو کولو او د لیکنو پر خپرولو بندیز لګي.

د پي ټي اېم مخکښ مشران وايي په "هر حال کې" جرګه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:08 0:00

نقوي وویل، پي ټي اېم له یوې خوا وايي چې جرګه یې ورغوښتې او له بلې خوا بیا خپلې درې ورځنۍ ناستې ته د پښتنو د قامي "عدالت" نوم ورکوي. نو ځکه حکومت پرېکړه وکړه چې "په هېڅ صورت" په هېواد کې "موازي قضایي یا عدالتي نظام" ته اجازه ور نه کړي.

د پي ټي اېم یو مخکښ عطا الله جان د اکتوبر پر نهمه شپې مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تورونه او دعوې رد کړې.

نوموړي وویل چې غورځنګ تر اوسه د حکومت ضد هېڅ اقدام نه دی کړی بلکې یوازې د پښتنو د حقونو لپاره خپل اواز پورته کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین هم ویلي دي چې د پاکستان واکدارانو چې ولیدل چې پي ټي اېم "په هېڅ صورت له خپلو غوښتنو نه په شا کېږي، او په هر حال کې له هغوی د حقونو پوښتنه کوي" نو بندیز یې ورباندې ولګاوه.

پشتین هوډ وښود چې د دولت (ریاست) له خوا پر "ځورونو او بريدونو" سربېره به هم د اکتوبر پر ۱۱مه جرګه جوړوي.

اخوا د خیبر ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ثناالله خان د اکتوبر له نهمې څخه د نومبر تر اوومې پورې په هغه ضلع کې پر هر ډول ولسي غونډو بندیز اعلان کړ.

انتظامیې په خیبر او د پېښور په یوشمېر سیمو کې د موبایل ټېلېفون شبکې او انټرنېټ خدمات ځنډولي دي.

پي ټي اېم وايي چې پوليسو او امنیتي ځواکونو د اکتوبر پر نهمه شپې شاوخوا درې بجې په پینځم ځل د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کيمپ چاپه ووهله او میدان یې ونیوه.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې د اکتوبر۱۱مې په درې ورځنۍ جرګه کې به "لسګونه زره پښتانه" په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشته سیمو د طبیعي زېرمو او وسایلو د واک د ستونزو د هواري او د يوشمېر نورو چارو په اړه ګډه پرېکړه کوي.

پي ټي اېم ویلي دي چې پولیسو یې د جرګې د مخنیوي لپاره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې چاپو وهلو ته دوام ورکړی دی او د غورځنګ له ۲۰۰ زیات غړي نیولي دي.

پي ټي اېم په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري بې درکیو، ماورای عدالتي وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخې مظاهرې، جلسې، احتجاجي ناستې او غونډې کړې دي.

XS
SM
MD
LG