په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو یا ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) چارواکي وايي چې د خیبر د تیرا د راجګل کډوالو خپلو کورونو ته د ستنېدو لړۍ روانه ده.
د پي ډي اېم اې د خیبر ضلعې مشرعبدالغني اپرېدي د نومبر پر پينځمه مشال راډیو ته وویل چې دا بهیر د اکتوبر له ۲۹مې راهیسې روان دی چې پر مهال يې سلګونه کورنۍ خپلو سيمو ته رسېدلي دي او د نورو د ستنولو کار دوام لري. "ټولې ۲،۰۴۱ کورنۍ دي. دوی به خپلو پلرنيو سیمو ته ستنېږي. د ورځې ۱۰۰، ۵۰ یا ۷۰ کسان خپلو سیمو ته ستنول کېږي."
اپرېدي وویل چې د هغو کډوالو لپاره د راجګل په تور څپري (تور چپري) سيمه کې مرکز پرانيستل شوی او هلته په رسېدو یې نومليکنه کېږي او ورته ضروري سامان ورکوي.
د تیرا راجګل کډوال وايي چې حکومت دې ورته په خپلو سيمو کې اسانتیاوې ورکړي او د روغتيا، تعلیم او ویجاړو شويو کورونو د سمولو بندوبست دې يې وکړي.
بلخوا د پي ډي اېم اې چارواکي وايي چې په لنډه موده کې به د ړنګو کورونو د معاوضې ورکولو لپاره سروې پیل کړي.
د خیبر ضلعې انتظامي چارواکو ویلي دي چې د روان ۲۰۲۴ز کال تر اخره پورې به خوا وشا ۲،۰۴۱ کورنۍ یوازې د تور څپر سیمې ته ستنوي او پاتې شاوخوا ۴،۰۰۰ کورنۍ به د ۲۰۲۵ز کال په مې میاشت کې ولېږدوي.
هغه بې کوره شوي تر هغې وروسته ستنېږي چې د راجګل کډوالو شاوخوا ۷۵ ورځې د خیبر په جمرود کې احتجاجي پرلت وهلی وو. دوی دا پرلت د اکتوبر پر ۱۵مه له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته ختم کړ. هغه مهال چارواکو ویلي ول چې د راجګل د کډوالو خپلو کورونو ته د ستنېدو لړۍ د اکتوبر له ۱۷مې پیلیږي او په دې اړه به مهالویش هم اعلان شي، خو دا کار وځنډېد.
له راجګله په ۲۰۱۳ز کال کې د پوځي عملیاتو له وجې څه باندې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې وې چې ځينې یې په جمرود کې له خپلوانو یا په خامو (کچه) کورونو کې دېره شوې وې. بې کوره شويو خلکو له تېرو څو کلونو راهیسې په بېلابېلو وختونو کې احتجاجونه کول او غوښتنه یې کوله چې خپلو سیمو ته دې ستانه کړل شي.
حکومت که څه هم ځينې کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې کړې خو وروسته یې دريځ درلود چې لا هم په تیرا کې بشپړ امنيت نه دی راغلی نو ځکه خلک نه شي ستنولی.
دغو کډوالو افغانستان ته تللې تجارتي لارې هم د احتجاج په ډول تړلې وې چې له وجې یې سوداګري کمه شوې وه.
په تورخم کې د ګمرکي چارو یو کارکوونکي (کسټمز کلېیرنګ اېجنټ) او سوداګر مجیب شینواري مشال راډيو ته ويلي وو چې د راجګل د بې کوره شویو "د احتجاج له امله اقتصاد او سوداګرۍ ته لوی زیان" واوښت.