د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو کمېشن د بنو لاریون پر مهال په ډزو کې پر مرګژوبله اندېښنه ښوولې


په بنو کې لاریونوال د جولای پر ۱۹مه د ډزو پر مهال د خوندي ځای پر لوري منډه وهي.
په بنو کې لاریونوال د جولای پر ۱۹مه د ډزو پر مهال د خوندي ځای پر لوري منډه وهي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ناامنۍ پرضد د لاریون پر مهال په ډزو کې پر مرګژوبلې اندېښنه ښوولې ده.

د جولای پر ۱۹مه زرګونو کسانو د "امن مارچ" په نوم په احتجاجي لاریون کې ګډون وکړ.

روغتیايي چارواکي او ځايي خلک وايي چې د لاریون پر مهال په ډزو کې یو تن وژل شوی او ۲۷ ژوبل دي.

خو د بشري حقونو کمېشن پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې پر "سوله ییزو مظاهرچیانو، له ادعاوو سره سم، د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د پینځو تنو د وژل کېدو او تر ۲۰ څخه د زیاتو کسانو د ژوبلېدو پر اطلاعاتو تشویش" لري.

هغه ناحکومتي او خپلواکه کمېشن په بیان کې ویلي دي چې "زرګونه کسان" ناامنۍ ختمولو او "د پوځي عملیاتو نه کېدو د غوښتنو" او په سیمه کې د "سولې او ثبات د خواهش یا هیلې د اظهار" په موخه ورغونډ شوي ول، چې پر وړاندې یې "دا ډول اقدامات د ولسي وګړو له لوري د امن د غوښتنو د سپکاوي ښکارندويي" کوي.

د بشري حقونو کمېشن په بیان کې زیاته کړې چې د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه دې "سمدستي د مظاهرچیانو جایزو اندېښنو ته توجه ورکړي" او د هغوی په مرګژوبله کې دې "له ذمه وارو سره حساب وکړي."

حکومتي دریځ

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف په بیان کې ویلي دي چې اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د پېښې نوټس اخیستی دی.

نوموړي ویلي چې ګنډه پور اړوندو چارواکو ته د بشپړو پلټنو امر کړی دی.

د ده په خبره، چارواکو د بنو له ولسي مشرانو سره مذاکرات کړي دي او اوس په ښار کې وضعیت کنټرول دی.

بیان وايي چې د ډزو په پېښه کې به ککړ کسان هرومرو سزا کېږي.

سیف زیاتوي چې حکومت د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته د تاوان ورکولو اعلان کړی دی.

د پاکستان وفاقي حکومت او امنیتي ځواکونو لا د کمېشن د څرګندونو او د بنو پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

بنو کې څه پېښ شول؟

چارواکو او ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې احتجاجیان سهار شاوخوا نهه بجې د بنو بازار "امن څلورلارې یا چوک" ته ورغونډ شوي ول او تر څو ساعتونو هلته ول.

دوی وايي چې تر هغې وروسته احتجاجیانو لاریون کاوه او پر بېلابېلو لارو روان ول چې سلګونه کسان د بنو سپورټس کمپلېکس پر لوري روان ول چې پوځي چاوڼۍ یې په لاره کې پرته ده.

چارواکي وايي چې ځینې لاریونوال د جولای پر ۱۵مه پر چاوڼۍ په برید کې له ړنګ دېواله واوښتل او هلته یې پر چاوڼۍ کاڼي وویشتل چې په غبرګون کې یې ډزې وشوې.

د بنو انتظامیې، پولیسو او پوځ لا د ډزو په اړه رسمي بیان او دریځ نه دی ورکړی.

د بنو روغتیايي چارواکي وايي چې په ډزو کې یو کس وژل شوی او ۲۷ ژوبل دي چې ورڅخه یې د یو روغتیايي وضعیت خراب دی.

ځايي اوسېدونکو او فعالانو تور پورې کړی دی چې ډزې ورباندې امنیتي سرتېرو کړې دي خو چارواکو لا د هغوی د دې دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د ناامنۍ پرضد لاریون

د جولای ۱۹مې لاریون د بنو د سوداګرۍ خونو او د سوداګرانو ټولنې په بلنه شوی چې د منتظیمنو په وینا پکې د سیمې د ټولو ولسونو، سازمانونو او ګوندونو مشرانو، غړو او پلویانو برخه واخیسته.

د بنو د سوداګرۍ خونو او متحده تاجر یونیین د جولای پر ۱۵مه پر بنو چاوڼۍ تر وسلوال برید دوه ورځې وروسته د احتجاج اعلان کړی وو.

په بنو کې زرګونو کسانو د ناامنۍ ضد احتجاجي لاریون کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:45 0:00

د لاریون ګډونوالو په لاسونو کې سپین بیرغونه نیولي ول چې ورباندې په سور او تور رنګ د "امن" لفظ او د امنیت غوښتنې لیکل شوې وې.

د بنو د سوداګرۍ خونو او د متحده تاجر یونیین مشر ناصر خان بنګښ د جولای ۱۹مې احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل د لاریون یوازینۍ موخه د امنیت غوښتنه وه.

ده تور پورې کړ چې وسلوال په سیمه کې ګرځي، خلک ګواښي له خلکو "بتې (باج)" اخلي.

بنګښ په خپلو څرګندونو کې پوځ تورن کړ چې وسلوال یې یې خپلو فعالیتونو ته ازاد پرېښي دي، خو د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره یې شواهد وړاندې نه کړل.

د سوداګرۍ د خونو او د تاجرانو د ټولنې مشر وویل چې د عامه نظم ساتل د پوځ نه د پولیسو کار دی. "که نه د لا اېنډ ارډر (عامه نظم ساتلو او قانون پلي کولو) مسله [هوارول] د پولیسو کار دی، د دوی (پوځ) نه ده، د دوی کار د ملک دفاع او د بارډر (سرحد) ساتل دي."

د بنو انتظامي او امنیتي چارواکو تر دې مخکې په بیا بیا مشال راډیو ته ویلي دي چې په سیمه کې د امنیت لپاره اقدامات کوي او دا چې پوځ او پولیس په ګده د وسلوالو پرضد هدفي عملیات پر مخ وړي.

د بنو د لاریون ګډونوالو د امن نعرې ووهلې - د جولای ۱۹مې انځور.
د بنو د لاریون ګډونوالو د امن نعرې ووهلې - د جولای ۱۹مې انځور.

په بنو او خیبر پښتونخوا کې ناامني

په بنو کې لاریون پر داسې مهال شوی دی چې د پاکستان پوځ د جولای پر ۱۶مه وویل چې هلته د جولای پر ۱۵مه پر چاوڼۍ په حمله کې اته سرتېري ووژل شول.

پوځ وايي چې د برید پر مهال یې په نښته کې ټول ۱۰ مشکوک وسلوال وژلي دي.

په سیمه کې امنیتي چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې په برید کې تر ۷۵ زیات سرتېري او د شپږو ښځو په ګډون ۱۱ ولسي وګړي ژوبل شوي هم ول.

د "جيش الفرسان محمد" په نوم يوې وسلوالې ډلې د بريد مسووليت منلی وو.

خو د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې "افغانستان مېشتې حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې" پر بنو چاوڼۍ بريد کړی دی.

د پاکستان او افغانستان کې د طالبانو د حکومتونو څرګندونې

پاکستان د جولای پر ۱۷مه د بنو پر چاوڼۍ د وسلوال برید پر سر په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د سفیر مرستیال ته سخت احتجاج وکړ او ورڅخه یې د هغې حملې د "بشپړو پلټنو"، پکې د ککړو کسانو پرضد د "اغېزناکه اقداماتو" او د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د حملو د مخنیوي غوښتنې وکړې.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پر هم هغه ورځ وویل چې په افغانستان کې هېڅ "ترهګره ډله" وجود نه لري.

امیر خان متقي په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت یوې غونډې ته په وینا کې د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخیست خو پوښتنه یې وکړه چې هېوادونه چې تور پورې کوي چې په افغانستان کې د "القاعده او نورې ډلې موجودې دي"، نو هغوی دا "معلومات" د کوم "مېکانېزم" پر اساس ترلاسه کوي؟

نوموړي وړاندې وویل چې هغه هېوادونه له "مغرضو کړیو" او د "افغانستان د دښمنانو له منابعو معلومات" ترلاسه کوي او بیا یې "مستند معلومات بولي."

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه چې په افغانستان کې د وسلوالو ځالې نه شته.

دا لومړی ځل نه وو چې اسلام اباد د طالبانو له حکومته د ټي ټي پي او نورو وسلوالو ډلو پرضد د اقداماتو غوښتنه وکړه بلکې پاکستانيو چارواکو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په بیا بیا تور پورې کړی دی چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون وسلوالې ډلې د افغانستان خاوره کاروي او پر پاکستان حملې کوي.

د طالبانو حکومت په بیا بیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پټنځایونه نه شته، هېچا ته د افغانستان د خاورې کارولو اجازه نه ورکوي او دا چې د ټي ټي پي وسلوال فعالیتونه د پاکستان داخلي موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي.

په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ټانک او بنو کې وسلوال بريدونه او د ناامني پېښې زياتې شوي چې ولسونو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه يې وهلي دي.

دا بريدونه په داسې حال کې شوي چې د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو اعلان وکړ.

حکومت او پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې یې پر ضد احتجاجونه شوي دي او خلک او ګوندونه وایي چې تر دې وړاندې هم پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم ورسره نه دی ټینګ شوی.

XS
SM
MD
LG