فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د خیبر پښتونخوا د ژغورندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته وویل چې له ۱۰ ژوبلو څخه یې شپږو ته په هغه ځای کې طبي مرسته ورکړه او هغوی یې فارغ کړل.
د خیبر ضلعې لنډي کوتل طفیل شینواری د کوڅو د فټبال هغه لوبغاړی دی چې تېر کال یې په قطر کې د سټریټ فټبال په نړیوال جام کې د سرو زرو مډال ګټلی او اوس د نورو سیالو لپاره ناروې هیواد ته ځي. طفیل وایي په خیبر کې د لوبو میدان نشته او د تمرین لپاره پېښور ته ځي. تفصیل په ویډیو کې
د پولیسو ځینو سرچینو د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل، داسې ښکاري چې ځانمرګی بریدګر په ګاډي کې وو او د اېف سي ځواک د ګاډي سره یې خپل ګاډی جنګولی دی. خو جیو نیوز ته د پېښور کېنټ پولیسو مشر وقاص رفیق ویلي چې حمله ځانمرګې وه.
د ادارې په وینا، د خیبر پښتونخوا په کلیوالو سیمو کې د پانګونې او د ولسي ادارو د ملاتړ په نوم هغه پروژې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو له ورګډېدو سره سم اعلان شوې وې خو د عملي کولو لپاره یې پیسې نه وې ترلاسه کړې.
په وروستیو کې پېښور ته تللیو یوشمېر افغانانو د جولای پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې پر تورخم د خلکو له تګ راتګه کاروبار جوړ شوی او هغه کسان چې ویزې نه لري، د زرګونو روپیو ورکولو په بدل کې پاکستان ته د تګ اجازه ترلاسه کوي.
د جولایي پر لسمه نېټه شوې دې غونډه کې د ځايي قبیلو د مشران او ولسي وګړو تر څنګ ځاييسیاسي فعالانو هم برخه اخیستې وه.
د جولایي پر اوومه په هغې جرګه کې پریکړه شوې چې که څوک په خپلو ودونو کې د موسیقۍ او نڅا محفلونه جوړوي، يا پکې نرښځیان بلي او یا هم هوایي ډزې کوي نو دیني عالمان به یې نکاح نه تړي او که د دغو کورنو کوم غړی وفات شي نو جنازې او فاتحې په مراسمو کې به یې هم ګډون نه کوي.
د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د تېرې اوږدې مودې راهیسې زرګونه داسې افغانان ایسار دي چې پوره سفري اسناد نه لري او یا یې پر ویزو وخت تېر شوې. هغو کسانو ته پر تورخم، افغانستان د اوښتو اجازه نه ورکول کېده خو د جون له ۲۳مې راهیسې یوازې د تذکرې په لرلو د هغوی افغانستان ته د اوښتو لړۍ پیل شوې ده
د خیبر ډپټي کمېشنر له دفتره د جون پر ۲۲مه په خپور شوي بیان کې راغلي چې د تیرا رایفل په نوم د ملیشې ځواک لیفټننټ کرنل ولي تاج کاکړ په جمرود کې د تیرا راجګال کډوالو سره لیده کاته کړي او باور یې ورکړې چې د ستنېدو دویمه لړۍ به یی زر پيل شي.
په پېښور کې میشت یو افغان کډوال زکي الله وایي، په افغانستان کې ورته له طالبانو ویره ده او پېښور کې له دې ویریږي چې پولیس یې و نه نیسي. هغه مشال راډیو ته وویل '' اوس چېرته لاړ شو چې چا سره اسناد نه وي تاڼې ته یې یوسي، پرچه پرې کټ کړي او بیا یی په تورخم افغانستان ته ډي پورټ کړي''
په تورخم کې د ګمرک ادارې یوه چارواکي حماد علي د جون پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، ټانکرونه دا مهال په تورخم کې ولاړ دي او د ګمرک چارو بشپړېدو ته انتظار باسي چې تر هغې وروسته به د پاکستانو نورو ښارونو ته ولېږدول شي.
د خیبر اوسېدونکو د جون پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې له پېړیو راهیسې له افغانستانه د تورخم له لارې خیبر ته څاروي لېږدول کېدل او په ضلع کې یې لویې منډیانې لګېدلې خو له یوې مودې راهیسې د کسټم (ګمرک) چارواکي د څارویو د درامد اجازه نه ورکوي.
۶۰ کلن ضياالدين شينواری يو مسلکي موټرسایکل چلوونکی دی. نوموړی د نړۍ په سيل وتلی او د شاوخوا يوې مياشتې تر سفر کولو وروسته له اروپايي هېواد ناروې څخه خپل پلرني ټاټوبي خيبر ضلعې ته رسېدلی دی. ویډیويي رپورټ.
د ضلعې د هغې دفتر یو مشر تاشفین اسرار د جون پر دوېیمه مشال راډیو ته وویل، هغه کمېشن په ضلع کې ولسي خدمات ورکونکو ادارو څارنه کوي او په دې نظر ساتي چې هغه ادارې په شفافه توګه په خپل وخت او کره والي سره خلکو ته کار کوي او که نه
علي وایي، هره میاشت له دوو تر څلورو پورې محفلونو ته ځي او د یو پروګرام ۳۰،۰۰۰ روپۍ اخلي. دی د دې ترڅنګ ځینې زده کوونکو ته رباب او د موسیقۍ نورې الې ورزده کوي او له دې لارې هم پیسې ګټي.
د خیبر پولیسو وياند ظهير اپرېدي د مې پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې په لیرې پرتو سيمو کې یې د وسلوالو د منظمېدو مخنيوي لپاره امنيتي تدابیر نيولي دي. د هغه په وينا، په امنیتي تدابيرو کې د استخباراتي معلوماتو ټولول او پر لارو چېک پوسټونه زیاتول شامل دي.
د بلوچستان هرنايي ضلعې خوست (کوسټ) تحصیل په زردالو سیمه کې ځمکلاندې بم په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او شپږ ژوبل دي. د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، په دې غونډو کې به له نګران اعلا وزير سره د تعلیم، صحت، سړکونو او نورو يو شمېر څانګو چارواکي هم موجود وي او قبایلي ولس به ورته نېغ په نېغه خپلې ستونزې وړاندې کوي.
د ضلعي پولیسو ویاند ظهیر خان اپرېدي د مې پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل دا اقدام یې ځکه وکړ چې د هغې ضلعې په ګډون په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو نورې ذمه واریانې زیاتې دي او هغوی د نشه یي توکو مخنیوي ته ډېر وخت نه لاره.
نور وښیئ