د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ډېسېمبر پر ۱۴مه په پکتیا کې د حقاني د فاتحې پر مهال موجودو کسانو ته په وینا کې وویل چې په مشرتابه کې یې د اختلافاتو خبرې بې اساسه دي. "د طالب مشرانو ترمینځ مینه او محبت، هر څه شته. مه د چا خبرو ته غوږ نیسئ او مه سوچ په خرابوئ."
د حقاني وراره انس حقاني رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې په هغه برید کې شپږ نور کسان هم وژل شوي دي. نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي او د طالبانو حکومت هم د وژل شویو نورو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویلي.
د محمد نبي په وينا، یو هېواد هغه وخت پرمختګ کولی شي چې ټول وګړي یې د تعلیم او تحصیل حق ولري او هېڅ برخه پکې محرومه نه وي. "زه د دې ناعادلانه پرېکړې غندنه کوم او په عین وخت کې له حکومت څخه په درنښت او عاجزانه توګه غوښتنه کوم چې پر دې پرېکړه بیا جدي غور وکړي."
ډاکتر تېڅو ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د ډېسېمبر پر څلورمه په ننګرهار کې د وسلوالو په ډزو کې ژوبل شو او بیا یې وروسته په روغتون کې سا ورکړه. هغه په ۱۹۴۶ز کال په جاپان کې زېږېدلی وو خو د افغانانو لپاره د کړي خدمت له امله ورته د تېر جمهوري حکومت ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان تابعيت ورکړی وو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته