په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د ډېسېمبر پر ۲۴مه ماښام مهال په دغه بمبار کې "عام ولسي خلک چې اکثره يې وزيرستاني مهاجرين دي" په نحښه شوي دي.
د افغانستان الله محمد غضنفر پنځه او راشد خان درې وکټې واخیستې. له هغه وروسته پیلیز لوبغاړو په زړه پورې لوبه وکړه. په دوی کې صدیق الله اتل ۵۲ او عبدالمالک ۲۹ منډې وکړې.
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل راهیسې مېلیونونه افغانان په پاکستان، ایران او د نړۍ په یو شمېر نورو هیوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي. ډېری افغانان په ډېرو سختو لارو چې پکې د ژوند د بایللو وېره هم وي، تر اروپايي هیوادونو هم رسېدلي دي.
د طالبانو سترې محکمې ويلي چې دغو کسانو ته يې د ډېسېمبر پر ۱۵مه په علي اباد ولسوالۍ کې د لواطت په تور سزا ورکړې ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ډېسېمبر پر ۱۴مه په پکتیا کې د حقاني د فاتحې پر مهال موجودو کسانو ته په وینا کې وویل چې په مشرتابه کې یې د اختلافاتو خبرې بې اساسه دي. "د طالب مشرانو ترمینځ مینه او محبت، هر څه شته. مه د چا خبرو ته غوږ نیسئ او مه سوچ په خرابوئ."
د حقاني وراره انس حقاني رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې په هغه برید کې شپږ نور کسان هم وژل شوي دي. نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي او د طالبانو حکومت هم د وژل شویو نورو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویلي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته