د مشال تر رڼا لاندې اوونيز بحث د اسیا زړه کنفرانس موضوع څېړي چې احمد شاه اعظمي يې وړاندې کوي.
د اسيا زړه استنبول پروسې پنځم کنفرانس د چارشنبې په ورځ په اسلام کې پای ته ورسېد. د بهرنيو چارو وزيرانو په دې کنفرانس کې د سيمې اونړۍ د يو شمېر هيوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی و. د غونډې په پای کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او په بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز خبرې غونډې ته وينا وکړه. د آسيا زړه استنبول پروسه په ۲۰۱۱م کال کې د ترکيې په استنبول ښار کې پېل شوه چې تر اوسه يې د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه څلور نور کنفرانسونه کړي چې د ځينو هيوادونو ولسمشرانو يا وزيراعظمانو هم ګډون پکې کړی دی. په افغانستان کې د امنيت او د سيمه ايزو هيوادونو تر منځ د همکارۍ زياتېدو په اړه دغه پروسه په لومړي سر کې د افغانستان او ترکيې لخوا په استنبول ښار کې پېل شوه چې د چين، روس، هند، ايران او سعودي په ګډون ۱۴ غړي لري. پر دې سربېره د آسيا زړه د ملاتړو هيوادونو شمېر ۱۷ دی چې امريکا، بريتانيه، جرمني او جاپان هم پکې شامل دي. بلخوا د ملګرو ملتونو او ناټو په ګډون ۱۱ نړيوال او سيمه ايز سازمانونه هم په دې برخه کې اخلي. دا چې دا کنفرانس به څه ډول نتيجې ورکړي او د افغان سولې پروسه او د افغانستان او پاکستان اړيکې به کوم لور ته بوځي؟ د مشال تر رڼا لاندې اوونيز بحث دا ځل همدې موضوع ته ځانګړی شوی دی چې احمد شاه اعظمي يې وړاندې کوي. د دې بحث مېلمانه د پاکستان پخوانی ډپلوماټ او د سيمه ايزو چارو کارپوه اياز وزير، له پښتونخوا ملي ګوند سره اړه لرونکی د پاکستان د سېنېټ غړی عثمان خان کاکړ او په کابل کې د سيمه ايزو چارو کارپوه عزيز امين احمد زی دي.
د افغان چارواکو په وینا، د طالبانو په خپلمنځيو جګړو کې تر اوسه د لوړپوړو وسله والو وژل کېدلو تر څنګ د ملا محمد رسول ډلې مرستیال منصور دادالله وژل شوی او د مخالفې ډلې مشر ملا اختر محمد منصور ټپي شوی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، «په دې اورېدولو خوشاله یم چې غړو هېوادونو د افغانستان پرمختګ کې د زړه له کومې ژمنتیا ښودلې»
دا ځل بايد تضمين وجود ولري او نړيوال قوتونه او لوی هيوادونه بايد موږ ته تضمين راکړي. تر هغه وروسته بيا امکان لري چې موږ له هغو اصلي خلکو سره د سولې مذاکرات ته کښينو چې په جګړه کې ښکيل دي.
د کرښې پر غاړه خپرونه کې په اسلام اباد کې روان د اسیا زړه کانفرنس په اجنډا بحث کوو. په خپرونه کې راسره د سیمې ولسي او سیاسي استازې برخه اخیستي دي. کوربه شاهین بونیری دی.
ډاکټر محمد تقي لیکي، پوځ د هغه خلکو اواز خاموشه کوي، چې د پاکستان او د ولس په اړه د پوځ له لیدلوري سره یوه خوله نه دي.
"که هند د استانبول بهیر برخه جوړېږي نو د دواړو هېوادونو تر منځ په دښمني يا تاوتريخوالي کې کمی راتلای شي.
. دا فیلو شپ به اووه میاشتې وي، که چېرې ګټونکی کاندید د پاکستان او یا افغانستان وي، نو هغه ته به په اسلام اباد یا کابل کې د خبریالئ د روزنې نه علاوه په پراګ ښار کې هم د روزنیز کار موقعه برابریږي.
ټاکل شوې چې د آسيا زړه استنبول پروسې پنځم کنفرانس د ډسمبر پر اتمه په اسلام آباد کې تر سره شي چې د غړو او ملاتړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران او استازي به ګډون پکې کوي.
انټرنېشنل هېرالډ ټريبيون ورځپاڼې د روس لخوا پاکستان ته د ګېس د ورکړي په اړه مقاله خپره کړې چې ليکي، په داسې حال کې چې د اوکراين پر سر له امريکا او اروپايي اتحاديې سره د روس اړيکې ترينګلې شوي دي او ماسکو وېره لري چې اروپايي مارکېټ به له لاسه ورکړي،
په پاکستان کې د اروپايي ټولنې دفتر وايي، پاکستانیو ناقانونه کډوالو ته یې اسناد جوړ کړي ول خو بیا هم اسلام اباد ۳۰ کډوال یونان ته ستانه کړل.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته