د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل شريف له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په سيمه کې د امنيت، د سولې راوستو او ترهګرۍ سره د مبارزي په اړه خبري کړي دي. دا خبره د افغان ولسمشر مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي له مشال راډيو سره په خبرو کې وکړه.
تاسو به اکثره اورۍ چې د استادانو اتحادیې وخت په وخت د خپلو مطالبو لپاره هړتالونه او مظاهرې کوي خو نن درته په روښانه مستقبل خپرونه کې د قبایلي سیمو د وطن پال استادانو نومې تنظیم حال درکوو چې وايي ددوي د توجو مرکز استادان نه بلکې زده کوونکي دي
دا په سوات کې د ژمي د یوې شپې قیصه ده ـــــ د ایلم د غره په سر د واؤرو سپین څادر خور وو او د مرغزار په لمن کې د راتلونکي سپرلي امیدونه په خواږه خوب اوده وو ــــ مونږ د یو ملګري په حجره کې راټول شوي وو ــــــــــ خوا ته د بدهایانو د وختو د یو کنډر په غیږه کې ددې خاورې د امن او مینې یادونو
د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحېل شریف نن د اتوار په ورځ کابل ته ولاړ.پاکستاني چارواکي وایي راحېل شریف له افغان چارواکو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بهیر د بیا پیلولو په ګډون پر یو شمیر مهمو امنیتي مسايلوخبرې وکړي.
د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف په کابل کې نن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د اجرايه رييس ډاکټر عبدالله سره ملاقات وکړ. د افغانستان د اجرايه رييس يا CEO ډاکټر عبدالله يو وياند، جاويد فیصل نن د مشال ريډيو همکار بشيرګواښ ته وويل چې دغو مشرانو پر امنيتي مسايلو خبرې کړي.
په دي وروستيوو کې ګڼو پښتنو ځوانانو د خلکو د خدمت لپاره رضاکارانه شروع کړي دي. د نن په ځوانانو خپرونه کې کوربه اسرار عالم مومند، د دغسي يو ځوان حسن بونيري سره خبرې کړي دي. بونيري په کراچۍ کې د پښتنو ماشومانو د تعليم لپاره کار کړی دی. دا پروګرام دلته اوريدلی شئ.
د افغانستان پارلمان پرانستنې غونډې ته د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي د وینا بشپړ متن
په خپلمنځيو نښتو کې په سلګونه جګړه مارو سر خوړلی دی. د منصور ډله لا هم خپلځان د خپل غورځنګ په پخواني نامه، امارات اسلامي افغانستان پېژنوي.
د زهري کورنۍ د غړیو په اړه ویل کېږي چې نرینه تن یې کله هم په طبعي مرګ نه دی مړ شوی.
د شمالي وزیرستان په پوځی عملیاتو د تره ګرۍ ستونزه نه حلېږی بلکې پکار ده په پنجاب کې هم د ترهه ګر تنظیمونو په ضد هدفي عملیات ترسره شي
بلور به تر وسه وسه په لره بره پښتونخوا کې د ترهه ګرۍ په روالوتي ناتار او سیلۍ کې ډېر پېښو ته په خپله ځان رساوه، چې د ده په خبره په ورتلو سره یې موخه دا وه چې د خلکو له مغزو ویره ترهه وباسي.
د پېښور آرمي پبلک سکول د تلين په موقع تېره ورځ پاکستانېو چارواکو، ځوانانو او په ځانګړې توګه د سوشل مېډيا کارکونکو دا خبره کوله چې د تعليم په وسيله به وسله والو ته ځواب ورکوي. دا خبرې پرې داسې وخت کيږي چې د شمالي وزيرستان د شاو خوا پنځه اتيا زره زده کونکو دا دوايم کال دی چې په کډوالۍ کې ژوند کوي او تعليم يې متاثره کيږي او په خېبر پښتونخوا کې هم شا و خوا تر پنځه ويشت لاکو پورې ماشومان له سکولونو بهر دې نو پوښتنه دا ده چې په داسې حالاتو کې څنګه له وسله والو د تعليم په وسيله بدل اخیستل کېدې شي او بله دا چې کوم تعليمي نظام يا سلېبس دی هغه د دې جوګه دې چې دې لړ کې مرسته وکړي او که څنګه. پر دې اړه مو د خېبر پښتونخواه د تعليم وزير او له ځوانانو سره خبرې کړې. کوربه اسرار عالم مومند دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته