د کوټې ښاروال ډاکتر کلیم الله د احتجاج په توګه د ښاروالۍ بودیجه صوبايي حکومت ته واپس کړې ده. نوموړي تېره ورځ له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال وویل، صوبايي حکومت ته یې د شاوخوا دوه نیم اربه روپیو کلنۍ بودیجه منظورۍ ته استولې وه چې اسمبلۍ منظوره کړې وه خو انتظامیې ورڅخه ۸۲ کروړه روپۍ ستنې کړې دي. کلیم الله وايي، همدا لامل دی چې ده ټول بجټ واپس حکومت ته استولی دی. نوموړي تور پورې کړ چې بیوروکراسي رشوت غواړي. د ده د څرګندونو په اړه د بلوچستان بیوروکراسۍ یا حکومت لا څه نه دي ویلي. خدای نور ناصر له ډاکتر کلیم الله سره خبرې کړې دي او له ده یې پوښتلي چې د کوټې ښاروالۍ بجټ یې ولې حکومت ته واپس کړ؟
د ګوادر بندر تر ټولو جګپوړی چارواکی دوستېن جمالدیني د ماهیګرۍ بې وزله ښارګوټي لپاره یو ځلانده سباوون ویني، چې د چین هېواد په میلیاردونه ډالر پانګه به ښايي ګوادرد اقتصاد، انرژۍ او ټرانسپورټ په یوه ستر مرکز واړوي.
د بشري حقونو سازمانونه وايي، په لوی شمېر د زندۍ یا اعدامولو له کبله پاکستان سږ کال د مرګ سزا ورکونکو په درو لویو ملکونو کې شامل شو.
د پېښور په ارمي سکول کې د وژل شوو ماشومانو کورنیو د هغې پېښې د پلټنو لپاره د خپلواک عدالتي کمېشن غوښتنه کړېده.
په پاکستان کې د چارشنبې پر ورځ د پېښور پر آرمي پبلک سکول د تېر کال د دسمبر په شپاړسم تاريخ شوي هغه بريد لومړی تلين لمانځل کېږي چې ۱۴۷ کسان پکې ووژل شول. ډېرې وژل شوي زده کوونکي وو.
د دې راپور ليکونکی جاويد نوراني وايي چې افغانستان د معدن له پلوه ډېر غني دی خو په دې هيواد کې هره ورځ په لسګونه معدن په غېر قانوني توګه کيندل کيږي او بيا وروسته نورو ځايونو يا هيوادونو ته لېږل کيږي.
د افغانستان د روڼتيا د څار ادارې په دغه هيواد کې د حکومتي وګړو يا نورو زورواکو لخوا په غېر قاونوني توګه د کانونو د کېندنې په اړه نن (سېشنبه) په کابل کې يو تحقيقاتي راپور خپور کړی. په دې راپور کې د هېواد پ بېلا بېلو برخو کې د پنځو معدنو ذکر شوی چې اوس يې هم کيندنه روانه ده. د دې راپور ليکونکی جاويد نوراني وايي چې افغانستان د معدن له پلوه ډېر غني دی خو په دې هيواد کې هره ورځ په لسګونه معدن په غېر قانوني توګه کيندل کيږي او بيا وروسته نورو ځايونو يا هيوادونو ته لېږل کيږي. له نوموړي سره زموږ همکار احمد شاه اعظمي مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې په راپور کې مهمه نکته څه ده او تر پلټنو وروسته يې څه نتيجې تر لاسه کړي دي؟ نوراني په ځواب کې وايي......
" پکار ده چې د شاعرانو او هنرمندانو يو ګډ فورم يا يوه جرګه جوړه کړل شي چې هغوی وکولای شي له دغه لارې د پښتنو د امن پيفام ټولې نړۍ ته ورسوي".
دا داسې وطن دې چرته چې څوک سندرې ویلی شي هغوی تبلیغیان شي او چې چاته د وطن د اوسېدونکو د حفاظت ذمه واري په غاړه ده هغوی سندرې جوړوي.
تېره اونۍ د ټولنیزو رسینو یو کیمپين له وجې د لاهور ضلعي انتظامیې د هاغه دکاندرانو خلاف کاروایي وکړه چې د خپلو دکانونو پر دروازو یې د احمدیانو پر ضد پوسټرې لګولې وي.
لیکوال او استاد شیر عالم شینواری وايي. یوازې د نومونو په اړولو سره د حکومت ذمه واري نه پوره کېږي بلکې پکار ده چې زده کوونکو ته یو خوندي چاپېریال هم ورکړل شي.
په جنوبي پښتونخوا کې د زغرده پرمختګ بله لاره دا ده چې د چین هېواد په مرسته لمریزه برېښنا (سولر انرژي) ډېره کړل شي. له دې سره به د کروندګرو بجلۍ بحران ختم شي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته