د شمالي وزیرستان په پوځی عملیاتو د تره ګرۍ ستونزه نه حلېږی بلکې پکار ده په پنجاب کې هم د ترهه ګر تنظیمونو په ضد هدفي عملیات ترسره شي
بلور به تر وسه وسه په لره بره پښتونخوا کې د ترهه ګرۍ په روالوتي ناتار او سیلۍ کې ډېر پېښو ته په خپله ځان رساوه، چې د ده په خبره په ورتلو سره یې موخه دا وه چې د خلکو له مغزو ویره ترهه وباسي.
د پېښور آرمي پبلک سکول د تلين په موقع تېره ورځ پاکستانېو چارواکو، ځوانانو او په ځانګړې توګه د سوشل مېډيا کارکونکو دا خبره کوله چې د تعليم په وسيله به وسله والو ته ځواب ورکوي. دا خبرې پرې داسې وخت کيږي چې د شمالي وزيرستان د شاو خوا پنځه اتيا زره زده کونکو دا دوايم کال دی چې په کډوالۍ کې ژوند کوي او تعليم يې متاثره کيږي او په خېبر پښتونخوا کې هم شا و خوا تر پنځه ويشت لاکو پورې ماشومان له سکولونو بهر دې نو پوښتنه دا ده چې په داسې حالاتو کې څنګه له وسله والو د تعليم په وسيله بدل اخیستل کېدې شي او بله دا چې کوم تعليمي نظام يا سلېبس دی هغه د دې جوګه دې چې دې لړ کې مرسته وکړي او که څنګه. پر دې اړه مو د خېبر پښتونخواه د تعليم وزير او له ځوانانو سره خبرې کړې. کوربه اسرار عالم مومند دی.
افغان چارواکي وايي غواړي چې د طالبانو سره د سولې خبرې وکړي او د دې مذاکراتو د پيلولو لپاره هيله من هم دي خو په وينا يې چې د دې کار لپاره اوربند اړين دی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دي وروستيوو کې د هلمند په ځينو ولسواليوو سختې حملې کړي دي.
د افغانستان د اجرايه رييس ډاکټر عبدالله يو وياند جاويد فیصل نن مشال ريډيو ته وويل چې امنيتي ځواکونو هلمند کې طالبان په شا کړي دي. هغه وويل طالبان به پرينږدي له داسې حملو د سولې د ممکنه راتلونکو مذاکراتو لپاره ګټه واخلي. جاويد فیصل سره زموږ همکار، بشيرګواښ مرکه کړې
په محلي راډیو ګانو کې ځینې یې د ارزښت وړ خپرونې ، پروګرامونه او خبرونه هم وړاندې کوي او له دې انکار نشي کیدای چې دوی خپل رسالت په پوره مانا ادا کړی دی.
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي چې له ۱۹۴۸م کال راهیسې امریکا پاکستان ته له دیرشو بیلیون ډالرو ډېر مالي امداد ورکړی دی. د دې دېرشو بیلیونو ډالرو نیمه برخه د پوځ جیب ته تللې ده.
د کوټې ښاروال ډاکتر کلیم الله د احتجاج په توګه د ښاروالۍ بودیجه صوبايي حکومت ته واپس کړې ده. نوموړي تېره ورځ له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال وویل، صوبايي حکومت ته یې د شاوخوا دوه نیم اربه روپیو کلنۍ بودیجه منظورۍ ته استولې وه چې اسمبلۍ منظوره کړې وه خو انتظامیې ورڅخه ۸۲ کروړه روپۍ ستنې کړې دي. کلیم الله وايي، همدا لامل دی چې ده ټول بجټ واپس حکومت ته استولی دی. نوموړي تور پورې کړ چې بیوروکراسي رشوت غواړي. د ده د څرګندونو په اړه د بلوچستان بیوروکراسۍ یا حکومت لا څه نه دي ویلي. خدای نور ناصر له ډاکتر کلیم الله سره خبرې کړې دي او له ده یې پوښتلي چې د کوټې ښاروالۍ بجټ یې ولې حکومت ته واپس کړ؟
د ګوادر بندر تر ټولو جګپوړی چارواکی دوستېن جمالدیني د ماهیګرۍ بې وزله ښارګوټي لپاره یو ځلانده سباوون ویني، چې د چین هېواد په میلیاردونه ډالر پانګه به ښايي ګوادرد اقتصاد، انرژۍ او ټرانسپورټ په یوه ستر مرکز واړوي.
د بشري حقونو سازمانونه وايي، په لوی شمېر د زندۍ یا اعدامولو له کبله پاکستان سږ کال د مرګ سزا ورکونکو په درو لویو ملکونو کې شامل شو.
د پېښور په ارمي سکول کې د وژل شوو ماشومانو کورنیو د هغې پېښې د پلټنو لپاره د خپلواک عدالتي کمېشن غوښتنه کړېده.
په پاکستان کې د چارشنبې پر ورځ د پېښور پر آرمي پبلک سکول د تېر کال د دسمبر په شپاړسم تاريخ شوي هغه بريد لومړی تلين لمانځل کېږي چې ۱۴۷ کسان پکې ووژل شول. ډېرې وژل شوي زده کوونکي وو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته