د پاکستان سپريم کورټ د مسلم ليګ (ن) د يو مشر خواجه سعد رفيق او د هغه د ورور د ضمانت په پریکړه کې ويلي چې د احتساب اداره په سیاسي انتقامي کاروایانو کې ککړه ده.
د پاکستان په سېنټ کې د قبایلي او سرحدي چارو قایمه کمېټۍ د جولايي پر ۲۱مه له افغانستان سره پر پولو پاکستانۍ غاړې ته پرتې ستونزې څېړلې دي.
د بشري حقونو ادارو د خبريال مطیع الله جان په تښتول کېدو خفګان ښودلی او د پاکستان له حکومته یې د هغه د موندلو لپاره د قوي ګامونو اخیستو غوښتنه کړې ده.
په پاکستان کې د کورونا وایرس وهلو کسانو شمېره له دوه لکه او ۶۶ زره څخه واوښت. په همدې حال کې په برتانيه کې د دې وايرس ضد ويکسين جوړ شوي چې ازمیښت یې روان دی.
د پاکستان سپریم کورټ له پوځي عدالتونو څخه سزا شوي ۱۹۶ کسان پر ضمانتونو د خوشې کولو خلاف پرېکړه کړي او په دې لړ کې یې د پېښور های کورټ فېصله ناقصه بللي.
د پاکستان دوه لويو اپوزيشن ګوندونو مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند تر لوی اختر وروسته د ګڼ ګونديزې غونډې په رابللو اتفاق کړی او وايي غواړي موجوده حکومت ختم شي.
د ترهګره ګرځول شوو تحريک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار پخواني وياند احسان الله احسان د پيپلز ګوند مشر ته د ګواښ په کولو يو ځل بيا د خلکو پام ځانته وراړولی.
دا د مارچ په نیمايي کې په هېواد کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د ټولبند او محدودیتونو تر اعلان وروسته د پولیو د څاڅکو لومړی کیمپېن دی.
د کابينې ډويژن پر ويبپاڼه د خپرو شوو معلوماتو سره سم په کابينه کې شامل ۱۹ سلاکاران غيرمنتخب دي
پاکستاني چارواکي وايي، څه د پاسه څلور میاشتې وروسته یو وارې بیا ماشومانو ته د پولیو ضد د څاڅکو ورکولوکیمپېن د جولای له ۲۰مې په کوټه،
د پنجاب په لاهور های کورټ یو کس درخواست ورکړی دی چې د لنډو او مزاحیه ویډیوګانو پر اېپ - ټیک ټاک - دې بندیز ولګول شي.
وزارت دا بیان تر هغې یوه ورځ وروسته خپور کړ چې د امنیت شورا د مسود نوم "پر اسلامي دولت (داعش) او القاعدې د بندیزونو کمېټۍ" نوملړ ته د اچولو اعلان وکړ.
نور وښیئ