وزارت دا بیان تر هغې یوه ورځ وروسته خپور کړ چې د امنیت شورا د مسود نوم "پر اسلامي دولت (داعش) او القاعدې د بندیزونو کمېټۍ" نوملړ ته د اچولو اعلان وکړ.
د سیند حکومت تر یوې میاشت پورې د محدودیتونو غځولو پرېکړه پر داسې مهال کړې چې په صوبه کې د جولای تر ۱۷مې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر تر ۱۱۰،۰۰۰
سولنګي د پاکستان اوسني حالات د پخواني شوروي اتحاد د واکمن جوزف سټالېن او د هغه له ځایناستو سره پرتله کوي او وايي، هغه مهال په شوروي اتحاد کې لیکوالانو
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جولای په ۱۵مه د ديامر باشا ډېم د کار د پېل افتتاح وکړه. دا به تر تربېلې او منګه ډېم وروسه تر ټولو لوی ډېم وي.
د پاکستان هوابازۍ اداره (سول اېوي اېشن اتارټي) وايي د دوی لخوا پيلوټانو ته جاري شوي ټول لايسنسونه سم دي او يو پايلټ سره هم جعلي لايسنس نشته.
د پاکستان سټېټ بېنک ترمخه د روان ۲۰۲۰ کال د مې مياشتې پورې وفاقي حکومت ۳۴.۵ ټريلينه روپۍ قرض اخیستی دی.
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري له وزیراعظم عمران خان څخه غوښتې چې يا دې استعفا ورکړي او يا دې د ناکامې حکومتولۍ له کبله بخښنه وغواړي.
د بهرنیو چارو وزارت بیان وايي، د جولای له ۱۵مې څخه به د واهګې لار د افغانستان مال وړونکو ګاډو پر مخ پرانیستې وې.
شهدا فورم وايي، پلټونکې ډلې باید جزیات ښکاره کړي وای، ځکه هغوی کله هم دا غوښتنه نه وه کړې چې راپور دې په پټه سپریم کورټ ته وسپارل شي.
د پاکستان وزيراعظم سلاکار ډاکټر حفيظ شيخ وايي، د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې فايننشل ايکشن ټاسک فورس (اېف اې ټي اېف) د ۲۷ نکاتو ايکشن پلان کې ۱۴ عملي کړی او پر ۱۳ کې پرمختګ روان دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت وایي باید په ۱۸م ترمیم کې ځینې بدلونونه وکړل شي، ځکه چې د دوی په خبره له دې سره وفاق کمزوری شوی.
د کووېډ-۱۹ په اړه د پاکستان سرکاري ووبپاڼې له وینا سره سم، د جولای تر ۱۱مې په هېواد کې له کورونا وایرسه د مړیو شویو کسانو شمېر ۵۱۲۳ ته رسېدلی خو تر یو لک ۵۳ زره زیات کسان له دغه وایرسه رغېدلي هم دي.
نور وښیئ