نواز شريف نن (د اکتوبر پر ۲۴مه) د عدالت له امر سره سم اسلام اباد های کورټ ته حاضر شو. پر دې مهال د احتساب ملي ادارې (نېب) وکيل عدالت ته وويل چې نېب نواز شريف ته پر ضمانت هېڅ اعتراض نه لري. دا ډول عدالت د اکتوبر تر ۲۶مې د نواز شريف ضمانت منظور کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له خوا اسناد نه لرونکو کډوالو ته ورکړل شوی وخت د اکتوبر پر ۳۱مه پای ته رسېدونکی دی.
د اکتوبر پر ۲۴مه د راولپېنډۍ د کمېشنر لياقت علي چټه په مشرۍ شوې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پنجاب او خيبر پښتونخوا پر پوله دغه کېمپ کې به افغانان خپل هېواد ته تر ليږلو وړاندې ساتل کېږي.
پر دې مهال جان اڅکزي زياته کړه، "که کوم سیاسي ګوند له غیرقانوني کډوالو سره درېږي نو دا به د پاکستان له ریاست سره د دغه ګوند د تصادم په معنا وي."
د اکتوبر پر ۲۳مه د سترې محکمې پینځه کسیزه جرګګۍ د هغو درخواستونو اورېدنه وکړه چې په پوځي عدالتونو کې په عامو وګړو د مقدمو چلولو پر خلاف دایر شوي ول.
پيپلز پارټۍ د اکتوبر ۲۲مه پر اېکس پاڼه د اطلاعاتومرکزي سېکرټر فیصل کريم کنډي بیان خپور کړی چې پکې هغه ويلي، انتخاباتي کمېشن د پاکستان ايين ته پابند دی او نه شي کولای چې د ددوو ګوندونو په خوښه ټاکنې وځنډوي.
د درخواستونو وروستۍ اورېدنه د سپریم کورټ شپږ کسيزه بنچ د اګست پر دریمه کړې وه او د ډيرو درخواست ورکونکو وکيلانو خپل دلايل وړاندې کړي ول.
نور وښیئ