دا ځل بايد تضمين وجود ولري او نړيوال قوتونه او لوی هيوادونه بايد موږ ته تضمين راکړي. تر هغه وروسته بيا امکان لري چې موږ له هغو اصلي خلکو سره د سولې مذاکرات ته کښينو چې په جګړه کې ښکيل دي.
د کرښې پر غاړه خپرونه کې په اسلام اباد کې روان د اسیا زړه کانفرنس په اجنډا بحث کوو. په خپرونه کې راسره د سیمې ولسي او سیاسي استازې برخه اخیستي دي. کوربه شاهین بونیری دی.
ډاکټر محمد تقي لیکي، پوځ د هغه خلکو اواز خاموشه کوي، چې د پاکستان او د ولس په اړه د پوځ له لیدلوري سره یوه خوله نه دي.
"که هند د استانبول بهیر برخه جوړېږي نو د دواړو هېوادونو تر منځ په دښمني يا تاوتريخوالي کې کمی راتلای شي.
. دا فیلو شپ به اووه میاشتې وي، که چېرې ګټونکی کاندید د پاکستان او یا افغانستان وي، نو هغه ته به په اسلام اباد یا کابل کې د خبریالئ د روزنې نه علاوه په پراګ ښار کې هم د روزنیز کار موقعه برابریږي.
ټاکل شوې چې د آسيا زړه استنبول پروسې پنځم کنفرانس د ډسمبر پر اتمه په اسلام آباد کې تر سره شي چې د غړو او ملاتړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران او استازي به ګډون پکې کوي.
انټرنېشنل هېرالډ ټريبيون ورځپاڼې د روس لخوا پاکستان ته د ګېس د ورکړي په اړه مقاله خپره کړې چې ليکي، په داسې حال کې چې د اوکراين پر سر له امريکا او اروپايي اتحاديې سره د روس اړيکې ترينګلې شوي دي او ماسکو وېره لري چې اروپايي مارکېټ به له لاسه ورکړي،
په پاکستان کې د اروپايي ټولنې دفتر وايي، پاکستانیو ناقانونه کډوالو ته یې اسناد جوړ کړي ول خو بیا هم اسلام اباد ۳۰ کډوال یونان ته ستانه کړل.
په پاکستان کې د اروپايي ټولنې دفتر وايي، پاکستانیو ناقانونه کډوالو ته یې اسناد جوړ کړي ول خو بیا هم اسلام اباد ۳۰ کډوال یونان ته ستانه کړل. دې دفتر نن (جمعه) مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي، د ۴۹ کډوالو اسلام اباد ته تر ستنولو مخکې یې هغوی ته په یونان، اسټریا او بلغاریا کې له پاکستانیو سفارتونو اسناد جوړ کړي ول او د پاکستان حکومت یې هم خبر کړی وو خو چې تېره ورځ ځانګړې الوتکه اسلام اباد ته ورسېده نو پاکستان ۳۰ ناقانونه کډوال بیا یونان ته ولېږدول. هلته تېره شپه د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په استولي یوه بیان کې ویلي، پاکستان ته په لېږدول شویو ۴۹ کډوالو کې دوی یوازې ۱۹ هغه وخت قبول کړل چې پاکستاني کارډونه یې وښودل. بیان وايي، بې له تصدیقه هېڅ کس نشي قبلولای.
ډاکټر جميل پانېزی وايي چې کله له خان عبدالصمد خان سره ضلع زيارت ته روان وو نو ده لاوډ سپيکر بند کړ نو صمد خان اڅکزي ورته وويل اعلان جاري و ساته او د پښتونخوا پېغام د وطن کاڼو غرونو ته هم ورسوه.
د پښتون سياستوال خان عبدالصمد خان ۴۲ تلين د چارشنبې په ورځ د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې و لمانځل شو. نوموړی په ۱۹۷۳ د دسمبر په دومه نېټه په کوټه کې پخپل کور په بمي چاودنه کې و وژل شو. په لندن کې مېشت ډاکټر جميل خان پانيزی له خان عبدالصمد خان سره د يو ځوان مبارز په توګه نژدې وخت تېر کړی وو. عبدالحي کاکړ له ډاکټر جميل سره عبدالصمد خان اڅکزي په اړه مرکه کړې او په سر کې يې پوښتلي چې ده په لومړي ځل هغه چرته او څنګه و ليدی؟
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته