د پاکستان له جوړیدو وروستو د باچا خان، عبدالصمدخان اڅکزي، جې ایم سید، او د شېخ مجیب الرحمان په ګډون ګڼو سیاسي او مذهبي مشرانو ته د غدارانو یا بهر ملکي ایجنټانو خطابونه ورکړل شوي دي.
موږ که د نړۍ پرمختللو هېوادونو ته وګورو نو هلته نه یوازې بېلابېلو قامونو او ولسونو ته په ریاست سازۍ او فیصله سازۍ کې برخه ورکړل شوه بلکې ولسونو د سماجي خدماتو لپاره يې داسې نظامونه هم جوړ کړل چې د خلکو غوښتنې او ستونځې يې په وخت ومنلې او هوارې يې کړې. خو په پاکستان کې داسې ونه شو. وجه يې څه وه؟ په دغه اړه د سیاسي او کلتوري چارو کارپوه ډاکټر خادم حسین وايي: ـــ
په دې نیزدې وخت کې هم چې کله ځني ملت پاله ګوندونو د پاکستان او چیت ترمینځ د اقتصادي راهدارۍ په معامله اوازونه اوچت کړل نو هغوي ته د را ایجنټان وویل شو. که چیرې دا پالیسي هم دغه شان دوام وکړي نو پاکستان ته د ریاست په توګه څه زیان رسولي شي؟ افراسیاب خټک یې ځواب وايي.
د سیاسي چارو کارپوه او د پاکستان د بشري حقونو پخوانې مشر افراسیاب خټک وايي د پاکستان په قومي بیانیه او د نصاب په کتابونو کې د دې سیمې د ولسونو زرګونه کاله تاریخ ترشا پرېښودل شو او په ولسونو جبري یو رنګوالی اوتپل شو ـــــــ او بیا هغه خلک د غدارانو په نوم یاد کړل شو چې دغه جبري یو رنګ والې يې نه منلو.
په دې اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي مشر او د پارلیمان پخوانی غړی رضا محمد رضا وايي ـــــ له دې لارې د یوې صوبې پوځ او سیاستدانان د نورو قامونو دولت او وسیلې تروړلي دي
د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي، پر متحده قومي موومنټ د لګېدلو تورونو په اړه نن (جمعه) له برتانیوي حکومت سره رابطه کوي. د کورنیو چارو وزیر دا خبره بېګا ماښام د بي بي سي د هغه رپورټ په حواله وکړه چې د چارشنبې پر ورځ خپور شوی وو.
اېم کيو اېم چې ورباندي له هندي جاسوسي ادارې ( را )څخه د پيسو اخستلو تور دی، يو وخت د پاکستان د پوځ د پخواني مشر او ولسمشر جنرال پروېز مشرف ټينګ سياسي ملګری وو. پوښتنه داده چې که دغه ګوند له را څخه پيسې اختستلې او ددې هېواد جاسوسي ادارې ورباندي خبري هم وې نو بيا يې پر ضد ولي جنرال مشرف ګامونه پورته نکړل؟ دا پوښتنه عبدالحي کاکړ د پاکستان د قانون له پخواني وزير افتخار ګيلاني څخه کړېده
په کابل کې د امنیتي چارو افغان کارپوهه حسیب الله شنواری وايي، دغه تورونه د افغانستان استخباراتو چارواکو لګولی دی، حکومت لا تر اوسه څه نه دي ویلي
په افغانستان کې د امنیتي او سیاسي چارو پوهه حکمت الله اعظمي وايي ځینې عناصر د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو کې د ښه والي مخالف دي، کیدای شي چې د دې ډول تورونو تر شا هغوی لاس لري.
په پاکستان کې د دفاعي چارو څیړونکې ریټایرډ بریګیډیر سعد محمدوايي د هغه په نظر د افغان چارواکو تورونه ښايي رښتیا نه وي او که وي نو پکار دي چې پاکستان د هغوی اندېښنو ته جواب ووايي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته