د بلوچستان په پښتني سیمه هرنایي کې د سکرو کانونو په اړه له ځینو خلکو سره د فرنټیېر کور «اېف-سي ځواک» پر شوې معاهدې ګرمې خبرې روانې دي. د بلوچستان صوبایي حکومت دغه معاهده منسوخ کړې ده،خو د حکومتي چارواکیو په خبره اېف-سي پر دې سربېره پر معاهدې کار کوي. د تړون له مخې اېف-سي ځواک
پروفیسر حسن عسکري وايي، په پاکستان کې د وسله والۍ او سختدریځۍ مسله دومره پراخه ده چې که په راتلونکو شپږو یا اتو کلونو کې حکومت او پوځ یوازې د ډلو د فعالیتونو په محدودولو کې بریالی شو نو دا به لویه خبره وي
د چارسدې د رځړ ۲ يونين کونسل نه د ضلع کونسل لپاره کامياب شوی د عوامي نيشنل ګوند غړی هارون خان وردګه وايي، پارټي يې پر دې عقيده ده چې د پښتني کلتور د ژوندي ساتلو او هغې ته د ودې ورکولو لپاره بايد کار وشي.
د پاکستان د شماریاتو اداره وايي، په هغه هېواد کې یوازې په تېرو دوو کلونو کې د بې روزګاره خلکو په شمېر کې د ۱۵ لکه کسانو زیاتوالی راغلی دی. اداره وايي، دا په تېرو ۱۳ کلونو کې لومړی ځل دی چې په پاکستان کې د بې روزګارۍ کچ ۸،۶ ته رسېدلی دی. که څه هم ادارې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د بېکارۍ یا بېروزګارۍ شرح نه ده ورکړې، خو د سوداګرانو د اتحادیې مشران وايي، په هغو سیمو کې د ناامنیو له کبله بېروزګاري زښته زیاته شوې ده. عبدالحی کاکړ په دې اړه رپورټ لري.
په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستان پوځ عملیاتو له کبله لا هم تر یو میلیون زیات خلک بې کوره دي. د عملیاتو له کبله د دې سیمې د میرامشا او میرلي دوه لویو کاروباري مرکزونو ته نه یوازې زیان اوښتی بلکې دا اوس هم تړلي پراته دي. ملک حبیب الله سوداګر دی او د بازار اتحادیې یو مشر دی. له نوموړي سره د مشال راډيو خبریال عبدالحي کاکړ مرکه کړې او له ده یې پوښتلي چې په میرامشا بازار کې ټول څومره دوکانونه دي؟
د کورمې قبایلي ایجنسۍ د پارلمان غړی ساجد توري تور لګوي چې د ټل سکاوټس امنیتي ځواکونه یې په دې موخه کور ته ننوتې چې ګواکې ترهګر یې پټ کړي دي. د مشال راډيو له همکار مجید بابر سره په خبرو کې نوموړي وویل، چې د کور بې حرمتي یې شوې ده او په پارلمان کې به یې پرضد غږ پورته کوي.
د تيري شنبې په ورځ وسله والو د بلوچستان د مستونګ په کډ کوچه سيمه کې له چمنه کراچۍ ته تلونکو بسونو څخه مساپران راکښته کړل او د شناختي کارټونو د کتلو وروسته يې يوويشت کسان يو په يوه په ډزو وويشتل. وژل شوي ټول پښتانه وو چې زياتره د پشين سیمې اوسېدونکي ول. که څه هم د پېښي سمدستي وروسته مېډيا داسې رپورټونه ورکړل چې ګواکې بلوڅ بيلتونغوښتونکي تنظيم يو نايټډ بلوڅ آرمې ددې ذمه واري قبوله کړې ده خو په تصديق سره داسې نه دي ويل شوي چې په ریښتيا هم هغو پړه پر غاړه اخستې ده او که نه؟ خو حکومت پر دغه تنظيم تور لګوي. د پېښی په غبرګون کې په کوټه کې د پاکستان وزيراعظم په مشرۍ کې ټول ګونديزه غونډه وشوه او نواز شريف وويل چې دا د بلوڅ او پښتون جنګولو يوه هڅه وه. پوښتنه داده چې په ریښتيا هم دا د پښتون بلوڅ د جنګولو يوه هڅه وه او که څنګه؟ دا او ورسره نورې پوښتني د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړو. ميلمانه مو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو مرکزي سيکرېټر رضا محمد رضا او د بلوچستان نېشنل پارټۍ (مېنګل ډلي) يو مشر ثنا بلوڅ دي، او د دې ترڅنګ د حکومت په استازيتوب په بحث کې د بلوچستان د اطلاعاتو وزير عبدالرحيم زيارتوال مرکه هم شامله ده.
د چارشنبی په ورځ د عوامی نېشنل ګوند مشرانو په بلور هاوس پېښور کی د اسفندیار ولي خان په مشرۍ کی د اعلا کچې غونډی وروستو له صوبايي حکومته د مستعفا کېدلو او تر نګران حکومت لاندې بیا په صوبه کې د صوبايي او بلدیاتي څوکو لپاره د انتخاباتو غوښتنه وکړه. له پیښوره د غلام غوث راپور
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته