د دارلامان چارواکي وايي، کله نا کله خو د دغه څلورو کوټو په ودانۍ کې د ښځو شمېر چې ورسره ماشومان هم وي تر سلو زیات شي.
دا غوښتنه په هغه ليک کې ياده شوې چې د دوشنبې په ورځ په امريکا کې د پاکستان سفير جليل عباس ته سپارل شوى دى.
د پاکستان پخوانی سفير او د سيمه ايزو چارو کارپوهه اياز وزير وايي په دې وروستېو کې د افغانستان په پارلیمان بريد او د دې هېواد په نورو سيمو کې د طالبانو مخ په زياتېدونکیو فعاليتونه ښيي چې د دواړو هېوادونو حکومتونه په دې سيمه کې د ترهه ګرۍ په له منځه وړلو کې سنجیده نه دي. د ده په خبره مخکې له دې چې داعش وسلواله ډله په افغانستان کې مضبوطه شي، اوس له پاکستان سره ښه موقع ده چې افغانستان له لاسه ورنه کړي او د ده په خبره که چېرې داسې وشو نو داعش ډله چې سيمه ايز قوتونه يې د خپلو ګټو لپاره کارولی شي، پاکستان او افغانستان به بيا د دې جوګه نه وي چې د دغې ډلې مخه ونيسي. له اياز وزير سره اسرار عالم مومند مرکه کړی
باړېوال وايي له تېرې اوږدې مودې راهیسې نه خو په تېرا کې جرګو مرکو او غم ښادي ته تلای شي او نه هم خپل ویجاړ شوي کورونه او پټي بیا ابادولای شي.
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د کراچې دوره نن د ځني سرکاري مصروفیاتو له وجې ملتوي کړل شوه.
د باجوړ ايجنسۍ د ماموندو تاسيل په ګټ کلي کې چاودنې يو سيمه ايز مشر سيد عارف وژلی او دوه کسان يې ژوبل کړي دي. بېګاه ماښام شوې د دغه بمي چاودنه په اړه د بر خولوزو سيمې مشر شاولي خان ماموند د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته وويل: د باجوړ ايجنسۍ مشرانو د جمعې پر ورځ مشال راديو ته ويلي دي چې له څه مودې راهيسې د دوی په سيمه کې د مشرانو هدفي وژنې زياتې شوې چې له وجې يې خلک له ويرې سره مخامخ دي.
د سیاسي چارو کارپوه او د پاکستان د بشري حقونو کمیشن پخوانی مشر افراسیاب خټک وايي د پاکستان په قومي بیانیه او د نصاب په کتابونو کې د دې سیمې د ولسونو زرګونه کاله تاریخ ترشا پرېښودل شو او په ولسونو جبري یو رنګوالی اوتپل شو ـــــــ او بیا هغه خلک د غدارانو په نوم یاد کړل شو چې دغه جبري یو رنګ والې يې نه منلو. افراسیاب خټک وايي:
د پاکستان له جوړیدو وروستو د باچا خان، عبدالصمدخان اڅکزي، جې ایم سید، او د شېخ مجیب الرحمان په ګډون ګڼو سیاسي او مذهبي مشرانو ته د غدارانو یا بهر ملکي ایجنټانو خطابونه ورکړل شوي دي.
موږ که د نړۍ پرمختللو هېوادونو ته وګورو نو هلته نه یوازې بېلابېلو قامونو او ولسونو ته په ریاست سازۍ او فیصله سازۍ کې برخه ورکړل شوه بلکې ولسونو د سماجي خدماتو لپاره يې داسې نظامونه هم جوړ کړل چې د خلکو غوښتنې او ستونځې يې په وخت ومنلې او هوارې يې کړې. خو په پاکستان کې داسې ونه شو. وجه يې څه وه؟ په دغه اړه د سیاسي او کلتوري چارو کارپوه ډاکټر خادم حسین وايي: ـــ
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته