په کابل کې د امنیتي چارو افغان کارپوهه حسیب الله شنواری وايي، دغه تورونه د افغانستان استخباراتو چارواکو لګولی دی، حکومت لا تر اوسه څه نه دي ویلي
په افغانستان کې د امنیتي او سیاسي چارو پوهه حکمت الله اعظمي وايي ځینې عناصر د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو کې د ښه والي مخالف دي، کیدای شي چې د دې ډول تورونو تر شا هغوی لاس لري.
په پاکستان کې د دفاعي چارو څیړونکې ریټایرډ بریګیډیر سعد محمدوايي د هغه په نظر د افغان چارواکو تورونه ښايي رښتیا نه وي او که وي نو پکار دي چې پاکستان د هغوی اندېښنو ته جواب ووايي
د شمالي وزير ستان له عيدک سيمي بې کوره کړل شوی يو بل کس ابوبکر صديق چې له خپلو ماشومانو سره د بکاخېلو په کېمپ کې مېشت دی، وايي، سختو حالاتو او بې کورۍ يې مېرمن او ماشومان له نفسیاتي ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د بکاخېلو کډوالو پنډغالي ساتنه د پاکستان پوځ کوي. کډوال وايي، دوی کېمپ ته په ننوتو او وتو له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. محمد وزیر چې په دغه کېمپ کې اوسي، خپله کیسه د مشال راډيو له همکار مجید بابر سره کوي.
د بلوچستان د لوبو او کلتور وزیر مجیب الرحمان محمدحسني وايي، د دغه اتلوليو د پېل غونډه به د روانې مياشتې په ۲۶ نېټه او د پای غونډه به يې په ۴ جولايي ترسره کېږي.
ظاهر طنین وویل، د دوی د شمیرې ترمخه دا وخت څه نا څه ۷۰۰۰ بهرني وسله وال په افغانستان کې موجود دي، چې پکې ازبکان، چیچن، تاجک او پاکستانیان شامل دي.
د اکوړې خټک کډوالو کیمپ یو مشر حاجي یعقوب مشال راډیو ته وویل، د نورو کډوالو غوندې له نړیوالې ټولنې غواړي چې نه یوازې د ماشومانو د تعلیم مسله یې هواره کړل شي بلکې د روزګار لارې ورته هم جوړې کړل شي.
د عوامي نېشنل پارټۍ یو مرکزي غړی، پخوانی سېنېټر او د پاکستان بشري حقونو ادارې پخوانی مشر افراسیاب خټک وايي د بکاخېل کیمپ پر نادارو اوسېدونکو د امنیتي ځواکونو ډزې د غندنې وړ دي. دی وايي کډوال خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي نو حکومت ته پکار ده چې د ستنولو غم یې وخوري نه دا چې ډزې پرې وکړي.
د مشال رایو خبریال اسرار عالم مومند د بکاخېل کېمپ «د وزیرستانیو کډوالو پنډغالی» له یوه اوسېدونکي سره خبرې کړې او له هغه یې پوښتلي چې د پېښې پر مهال یې په خپلو سترګو څه ولیدل؟
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته