د خیبر پښتونخوا سوداګرۍ او صنایعو خونې (چیمبر اف کامرس اېنډ انډسټریز) عمومي سېکرټر فقیر محمد مشال راډیو ته ویلي، د ناامنیو او پځي عملیاتو له کبله په صوبه او قبایلي سیمو کې لسګونه کارخانې تړل شوې دي. له نوموړي سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې او له ده یې پوښتلي چې د خراب امنیت له کبله څومره کارخانې تړلې دي؟
تر اوسه زما مخې ته د وسله والو طالبانو د مشرانو نومونه نه دي راغلي چې اخر هغه څه شول او چېرې ولاړل. زما په فکر هغه اوس هم ژوندي دي، ګرځي او د افغانستان او پاکستان له پولې سره په غرییزو سيمو کې پټ دي. فکر کوم چې [په برېدونو] کې دا کموالی د لنډ وخت لپاره دی.
خو داسې ونشول او تاسې ولیدل چې په تېرو شپږو میاشتو کې د کراچۍ، لاهور، کوټې او پېښور په ګډون د هېواد په نورو ښارونو کې د ترهګرۍ لویې پېښې وشوې، پر قانون پلي کوونکو کسانو بریدونه وشول، نو حکومت چې د کومې موخې لپاره بندیز لرې کړی، هغه خو یې تر لاسه نه کړه.
موږ اوس هم د [وسله والو] په نظر کې يو خو دغه لړی دومره اوږده شوه چې موږ اوس ورسره عادت شوي یو. لازمه ده چې يو څوک په وار وار په اور کې سوځي نو ورسره عادت شي. موږ له داسې مشکل سره مخامخ يو چې اوس که هر څه کېږي و دې شي خو موږ له ولس سره خپله زړه رابطه بيرته بحالوو.
د خیبر پښتونخوا حکومت د دوشنبې یا ګل پر ورځ صوبايي اسمبلۍ ته کلنی بجټ وړاندې کړ. د کلتوري او سیلګرۍ چارو لپاره د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير سلاکار امجد علي اپریدی وايي، حکومت په پام کې لري چې د صوبې د ځوانانو د فرهنګي او سپورټي کارونو د پر مخ بېولو لپاره څه د پاسه يو ارب روپۍ ولګوي.
د بلوچستان په پښتني سیمه هرنایي کې د سکرو کانونو په اړه له ځینو خلکو سره د فرنټیېر کور «اېف-سي ځواک» پر شوې معاهدې ګرمې خبرې روانې دي. د بلوچستان صوبایي حکومت دغه معاهده منسوخ کړې ده،خو د حکومتي چارواکیو په خبره اېف-سي پر دې سربېره پر معاهدې کار کوي. د تړون له مخې اېف-سي ځواک
پروفیسر حسن عسکري وايي، په پاکستان کې د وسله والۍ او سختدریځۍ مسله دومره پراخه ده چې که په راتلونکو شپږو یا اتو کلونو کې حکومت او پوځ یوازې د ډلو د فعالیتونو په محدودولو کې بریالی شو نو دا به لویه خبره وي
د چارسدې د رځړ ۲ يونين کونسل نه د ضلع کونسل لپاره کامياب شوی د عوامي نيشنل ګوند غړی هارون خان وردګه وايي، پارټي يې پر دې عقيده ده چې د پښتني کلتور د ژوندي ساتلو او هغې ته د ودې ورکولو لپاره بايد کار وشي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته