د شمالي وزير ستان له عيدک سيمي بې کوره کړل شوی يو بل کس ابوبکر صديق چې له خپلو ماشومانو سره د بکاخېلو په کېمپ کې مېشت دی، وايي، سختو حالاتو او بې کورۍ يې مېرمن او ماشومان له نفسیاتي ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د بکاخېلو کډوالو پنډغالي ساتنه د پاکستان پوځ کوي. کډوال وايي، دوی کېمپ ته په ننوتو او وتو له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. محمد وزیر چې په دغه کېمپ کې اوسي، خپله کیسه د مشال راډيو له همکار مجید بابر سره کوي.
د بلوچستان د لوبو او کلتور وزیر مجیب الرحمان محمدحسني وايي، د دغه اتلوليو د پېل غونډه به د روانې مياشتې په ۲۶ نېټه او د پای غونډه به يې په ۴ جولايي ترسره کېږي.
ظاهر طنین وویل، د دوی د شمیرې ترمخه دا وخت څه نا څه ۷۰۰۰ بهرني وسله وال په افغانستان کې موجود دي، چې پکې ازبکان، چیچن، تاجک او پاکستانیان شامل دي.
د اکوړې خټک کډوالو کیمپ یو مشر حاجي یعقوب مشال راډیو ته وویل، د نورو کډوالو غوندې له نړیوالې ټولنې غواړي چې نه یوازې د ماشومانو د تعلیم مسله یې هواره کړل شي بلکې د روزګار لارې ورته هم جوړې کړل شي.
د عوامي نېشنل پارټۍ یو مرکزي غړی، پخوانی سېنېټر او د پاکستان بشري حقونو ادارې پخوانی مشر افراسیاب خټک وايي د بکاخېل کیمپ پر نادارو اوسېدونکو د امنیتي ځواکونو ډزې د غندنې وړ دي. دی وايي کډوال خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي نو حکومت ته پکار ده چې د ستنولو غم یې وخوري نه دا چې ډزې پرې وکړي.
د مشال رایو خبریال اسرار عالم مومند د بکاخېل کېمپ «د وزیرستانیو کډوالو پنډغالی» له یوه اوسېدونکي سره خبرې کړې او له هغه یې پوښتلي چې د پېښې پر مهال یې په خپلو سترګو څه ولیدل؟
مشال راډیو ّهڅه وکړه چې د دې پېښې په اړه د پوځ نظر هم معلوم کړي، خو د پوځ چارواکو د مشال سره په دې موضوع خبرې نه دي کړي. خو د کیمپ اوسیدونکي وايي امنیتي سرتیرو پر دوی ډزې کړي او د کیمپ اوسیدونکیو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
له شمالي وزيرستانه منتخب د قامي اسمبلۍ غړي محمد نظير مشال ريډيو ته وويل، کېمپ ته یې د دورې پر مهال له کډوالو «متاثرينو» سره خبرې وکړې او هغوی دا مطالبه کوي چې نور په کېمپ کې پاته کېدل نه غواړي، دوی وايي، لاره دې ورکړل شي چې په بنو او يا خوا و شا سيمو کې خپلې خېمې ولګوي. خو پوځي چارواکي وايي، ګڼ کډوال په کيمپ کې پراته دي که دوی ټول بل ځايي ته ځي نو کيدای شي چې څه نور مشکل ورته مخې ته راشي نو نن له روژه ماتي پس به يو ځل بيا له متاثرينو سره مذاکرات کوؤ او په دې خبره به یې راضي کوو چې په کيمپ کې پاتې شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته