د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر قومي جرګه وايي د امنیت تر ټینګښته ولسي هلو ځلو ته دوام ورکوي


په خیبر کې د سېپټېمبر پر څلورمه د امن لپاره مظاهرې ته سلګونه کسان ورغلي ول.
په خیبر کې د سېپټېمبر پر څلورمه د امن لپاره مظاهرې ته سلګونه کسان ورغلي ول.

د واکمن تحریک انصاف ګوند سیاستوال او د صوبايي اسمبلۍ غړي محمد شفیق اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، "حکومت د بدامنۍ مخنیوي لپاره تر خپلې وسې هلې ځلې کوي. موږ به یو ځل بیا ولس دې ته نه پرېږدو چې بیا کډې وکړي."

په خیبر کې د قومي امن جرګه وایي، په ضلع کې د امنیت ټینګښت لپاره د احتجاج په ګډون ولسي هلو ځلو ته دوام ورکوي.

د جرګې یوه مخکښ غړي د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، له یوې مودې راهیسې د ضلعې په یوشمېر برخو کې په حملو کې نه یوازې ولسي وګړي بلکې پولیس سرتېري هم په نښه شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

داود اپرېدی وايي، "موږ امن لاریونونه وکړل، امن جرګې کوو خو چې له چا څخه د امن غوښتنه کوو، یعنې ریاستي ادارې، څه ځواب یا ډاډ نه راکوي. نو چې موږ هره ورځ په هدفي وژنو کې وژل کېږو او څوک مو پوښتنه نه کوي، نو له موږ سره له احتجاجه بغیر بله لاره نه شته."

اپرېدي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د سېپټېمبر پر ۲۲مه د خیبر په جمرود کې وسله والو د پولیسو د ګزمې پر مهال برید وکړ چې پکې یو سرتېری ووژل شو. پولیس وايي، په ځوابي کارروایۍ کې یې یو مشکوک وسله وال هم وژلی دی.

داود اپرېدی زیاتوي چې څه د پاسه یوه لسیزه مخکې د ناامنۍ او پوځي عملیاتو له وجې خلک بې کوره شول، کورونه یې ړنګ او کاروبارونه یې خراب شول او اوس که بیا د "تېر په څېر حالات راځي، نو نور یې نه شو زغملای."

خو د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، نه یوازې په خیبر بلکې په ټوله صوبه کې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي.

د واکمن تحریک انصاف ګوند سیاستوال او د صوبايي اسمبلۍ غړي محمد شفیق اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، "حکومت د بدامنۍ مخنیوي لپاره تر خپلې وسې هلې ځلې کوي. موږ به یو ځل بیا ولس دې ته نه پرېږدو چې بیا کډې وکړي."

د خیبر پولیسو په وروستیو کې ویلي چې د ضلعې په یوشمېر برخو کې یې عملیات پیل کړي دي او وسله والو ته د بیا فعالېدو موقع نه ورکوي.

په تېرو دوو مياشتو کې له خیبر پرته په باجوړ، مومندو، اورکزیو، کورمې، شمالي او جنوبي وزیرستان، کوز دير او سوات کې د وسله والو د ممکنه منظمېدو مخنيوي لپاره مظاهرې او جرګې شوې دي.

XS
SM
MD
LG