د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کوي‌چې پوځ په قبایلي سیمو کې نوي ماينونه ښخ کړي دي


منظور پشتين هغو احتجاج کوونکو ته وينا کوي چې په سره روغه کې یې د اپريل پر ۱۸مه په ماين چاودنه کې د وژل شوي تن مړی د پوځ مرکز مخې ته وړی وو
منظور پشتين هغو احتجاج کوونکو ته وينا کوي چې په سره روغه کې یې د اپريل پر ۱۸مه په ماين چاودنه کې د وژل شوي تن مړی د پوځ مرکز مخې ته وړی وو

پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کړې د ه چې د پاکستاني امنیتي ادارې په قبايلي سيمو کې د خلکو بې کوره کولو لپاره د نويو عملياتو په پلمه،‌ماينونه ښخ کړي دي.‌

د غورځنګ مشر منظور پشتين د اپريل پر ۲۷مه پر ټويټر ليکلي چې د خیبر پښتونخوا سره په ګډو شويو نوي ضلعو کې نور ماينونه ښخ کړل شول. د هغه په وينا د دې کار مقصد دا دی چې ځايي خلک بې کوره او وسله وال طالبان مېشته کړل شي.

د پاکستان پوځ هميشه ويلي چې د وسله والو ملاتړ نه کوي بلکې د ترهګرۍ پر ضد یې ګڼې قربانې ورکړې دي. خو پشتين د اپریل پر ۳۰مه مشال راډيو ته وویل چې په تېره يوه نيمه میاشت کې د مومندو، باجوړ ، خيبر ، اورکزو ، شمالي او جنوبي وزیرستان په هغو سیمو کې د ماينونو چاودنو ولسي وګړي وژلي او ژوبل کړي چیرته چې د پوځ پوستې او ودانۍ دي.

هغه زیاته کړه:‌ "په کوز جنوبي وزیرستان واڼا او نورو سیمو کې مخکې د ماین چاودنو پیښې نه وې شوې خو په لږه موده کې دغو سیمو کې پنځه کسان معذوره او شهیدان شوي. موږ به چې د دغو سیمو د ولس پوښتنې له ورغلو نو د هغوی په خبره دغه سیمو کې به مخکې ماينونه نه وو. دغو سیمو کې د پوځ واک دی، چيک پوسټونه او د پوځ کلاګانې په داسې طرز جوړې شوي دي چې يوه اينچ زمکه هم د پوځ له ديد بچ نه ده."

د پاکستاني پوځ ځواب

منظور پشتین په خپلو خبرو کې په دې اړه څه ثبوت وړاندې نه کړو چې ګوندې په یادو سیمو کې دا ماينونه د پاکستان پوځ ښخ کړي دي. د پاکستان پوځ يو چارواکي‌ چې رسنيوو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د پښتین ادعا ردوي.

دغه چارواکي د مې پر لومړۍ نېټه په وټس ایپ مشال راډيو ته په استولي بیان کې د پښتین دعوه ''بې بنیاده او پر درواغو ولاړه'' وبلله. هغه لیکلي چې په قبایلي ضلعو کې د ده په وینا ''ترهګر ماینونه ښخوي چې پوځ او ریاست پلوي مشران او خلک په نښه کړي.'' نوموړي پر منظور پښتین د ''پوځ او ریاست پرضد د پروپیګنډې کولو'' تور پورې کړی دی.

خو پښتین تر دې مخکې په بیا بیا ویلي دي چې د ریاست او ادارو پر ضد پروپيګنډه نه کوي. هغه په بیا بیا غوښتنه کړې چې په پاکستان کې دې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د حقیقت موندنې يو کمېشن جوړ شي چې معلومه شي چې څوک دروغ وايي او څوک د ترهګرو له ملاتړه پيسې ګټي.

پوځ زموږ په سيمو کې ماينونه نه پاکوي نو ځکه موږ غواړو پخپله دا کار وکړو.
عالمزیب مسيد

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن ترمخه د نقشو او ولسي اګاهۍ پرته، د ماينونو ښخول جنګي جرم دی. د دې کمېشن مرستیال مشر اکبر خان د اپریل پر ۳۰مه مشال راديو ته وویل چې د جينیوا کنوينشن او نړيوال پروټوکول سره سم د ریاستي او یا غیر ریاستي ادارو لخوا د ماینونو ښخول جرم دی.

هغه زیاته کړه: ''دا مهال موږ په یو ریاست کې ژوند کوو او دغه ریاست ایین او قانون لري. د دې قوانينو له مخې د ریاست ذمه واري جوړيږي چې هر وګړي ته په سازګاره او سوله ییز چاپیریال کې د ژوند کولو زمينه برابره کړي.''

د پاکستاني پوځ يو پخواني بريګيدير محمود شاه د اپريل پر ۳۰مه مشال راډيو سره په خبرو وويل چې د قانون له مخې په کومو سیمو کې چې پوځ ماينونه ښخ کړي نو له هغې سیمې د ستنېدو په صورت کې لومړی کار د ماين پاکۍ کوي. ''پوځ خپل ښخ کړي ماينونه پخپله پاک کړي دي.‌ کوم ماينونه چې ترهګرو ښخ کړي دي،‌ د هغوی هیڅ پته نه لګي."

د اپریل پر ۲۵مه د پاکستان د پوځ ویاند جنرل احمد شریف چوهدري د يوې خبري غونډې پر مهال دعوه وکړه چې پوځ د خېبرپښتونخوا له قبایلي سیمو ۶۵ سلنه ماینونه پاک کړي دي.

تر دې مخکې هم د پاکستان پوځ د ۲۰۲۱م کل په دسمبر کې د يو بیان له مخه دعوه کړې وه چې باجوړ یې په بشپړه توګه د ناچاوديدولو مايونونو څخه پاک کړی دی او د مومندو له ۱۴مربع کلومیټرو څخه یي ۱۳ مربعه کلوميټره سیمه یې له ماینونو پاکه کړې ده. دوی ادعا کړې وه چې په خيبر کې له ۱۲مربع کلوميټرو څخه د ۸، په اورکزو کې له ۶ مربع کلوميټرو څخه ۵ او په کرم کې یې له ۶ مربع کلوميټرو څخه د ۴ کیلومیټره ځمکه له ماینونو پاکه کړې ده.

چارواکي ويلي چې په جنوبي وزیرستان کې یې له ۶۲ مربع کلومیټرو څخه ۱۵ او په شمالي وزیرستان کې یې له ۳۷ مربع کلومیټرو څخه ۴ مربع کيلوميټره ځمه له ماينونو پاکه کړې ده. په خپاواک ډول د دې شمیرو تصدیق نه شي کیدلی.

ماینونو څومره خلک زیانمن کړي؟

بلخوا د پشتون ژغورنې غورځنګ يو بل مخکښ عالمزېب مسید د اپریل پر ۳۰مه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل دا مهال په قبايلي ضلعو کې د ماين پاکۍ کار نه کيږي. هغه زیاتوي چې غورځنګ هڅه کوي چې هغه کار پخپله وکړي. ''موږ اوس خپله يوه هڅه شروع کړې چې د ماينونو موندلو او شنډولو مشینونه او حفاظتي جامې پېدا کړو. موږ پوځ ته هم دا خبره رسولې ده او له ولس مو هم غوښتي چې د دغو سامانونو په راغونډولو کې موږ سره مرسته وکړي. موږ د پاکستان پوځ ته هغه سیمې په ګوته کړي چېرته چې دا ماينونه دي خو دوی يې نه صفا کوي نو ځکه موږ غواړو دا کار پخپله وکړو.''

په قبایلي ضلعو کې د ماينونو د شمير او له چاوديدلو ماينونو د اوښتي زیان کره رسمي شميرې نشته. خو د عالمزېب مسيد راجمع کړيو معلوماتو ترمخه، په تېرو شپږو کلونو کې په جنوبي وزیرستان کې نېږدې ۲۵۰ او په نورو قبایلي ضلعو کې تر ۱۰۰ زیاتې د ماین چاودنې شوي دي. په دې چاودنو کې د ماشومانو په ګډون سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

په ۲۰۲۲زکال کې په پېښور هايي کورټ کې له ماينونو د اغېزمنو شويو خلکو وکيل سجاد محسود لخوا جمع شوو شمیرو کې راغلي ول چې په ۱۳ کلونو کې یوازې په جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنو په ۱۷۸ پېښو کې ۸۰۰ کسان وژلي دي. پر دې سربېره ۲۵۰ ماشومان معیوب شوي، ۷۷ کسانو سترګې له لاسه ورکړي او شاوخوا ۴۰۰۰ څاروي هم مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG