د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې سیاسي اتحاد پر بندیز سربېره د "خیبر امن جلسه" وکړه


د خیبر سیاسي اتحاد له خوا دا جلسه د اګست پر ۱۲مه د باړې په بازار کې وشوه.
د خیبر سیاسي اتحاد له خوا دا جلسه د اګست پر ۱۲مه د باړې په بازار کې وشوه.

د خيبر سياسي اتحاد د احتجاجي جلسې له لارې غوښتنه کړې ده چې هلته دې د خلکو د ژوند او مال خوندیتوب باوري کړل شي.

د خیبر سیاسي اتحاد دا غوښتنه د اګست پر ۱۲مه د یادې قبایلي ضلعې د باړې په بازار کې "د خيبر امن جلسې" په نامه هغه ولسي احتجاجي غونډه کې کړی چې ګڼو خلکو پکې ګډون کړی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين یادې جلسې ته په وینا کې پر خلکو غږ وکړ چې د ناامنۍ او ناامنۍ خپرونکو پرضد دې غږ پورته کوي.

نوموړي د وینا په ترڅ له ولس څخه دا غوښتنه هم وکړه چې د ده په وینا، هر هغه څوک په ډاګه کړي چې په ناامنۍ کې ښکېل وي.

پښتین زیاته کړه، " په قبایلي ضلعو کې نه یوازې چاودنې او مالي زیانونه روان دي بلکې له معاشي بدحالۍ سره یې هم مخ کړي یو، زموږ پر وسایلو او معدنیاتو قبضه روانه ده."

ده وویل، کوم کسان چې یې لادرکه کړي دي د هغوي کورنیو ته دوي سره د ملاقات موقع نه ورکوي دا څنګه پالیسۍ دي؟

منظور پښتین وویل، "په یوه احتجا کې چې ځينې کسانو د کورکمانډر په کور کې یو څو لوښي مات کړل نو په ټول ملک کې یې عملیات وکړل او په سلګونه کسان یې ونیول خو د جمرود په جومات کې د ځانمرګي برید پر پېښه چا څه وه نه ویل."

د جماعت اسلامي مخکښ سېنېټر مشتاق احمد خان جلسې ته په وينا کې پوښتنه راپورته کړه چې له افغانستان سره پر پوله د باړ لګېدو او په سيمه کې د پوځ پر موجودګۍ سربېره وسله وال څنګه قبايلي سيمو ته ورسېدل؟

نوموړي زياته کړه چې "پوځ ته په قبايلي سيمو کې معدنيات ښکاري خو په سيمه کې موجود وسله وال ورته په نظر نه ورځي."

سېنېټر مشتاق وویل، "د اباسین نه را په دې خوا سیمه او په دې کې میشت قومونه د پوځي عملیاتو، ترهګرۍ، ځانمرګو بریدونو او بته خورۍ سره ولې مخ دي او د اباسین هغې خوا خلک کارخانې لګوي کاروبار کوي ترقي کوي او زموږ وینه تویږي دا ولې دا سوال؟"

په باړه کې جلسې ته د عوامي نېشنل ګوند مخکښ سردار حسېن بابک او نورو سياسي او قبايلي مشرانو هم ويناوې وکړې.

دوي په خپلو ويناوو کې وويل چې په قبايلي ضلعو کې جوماتونه هم خوندي نه دي.

سردار حسېن بابک وویل، "دا د امن پاڅون او جلسې په سکر کې نه کیږي، سیالکوټ کې نه کیږي، ګوجرانواله کې نه کیږي، ځکه چې دوي ته د بدامنۍ مشکل نشته."

سياستوالو او قبايلي مشرانو په جولای مياشت کې د خیبر د جمرود په علي مسجد او د باجوړ په خار کې د ځانمرګيو بريدونو هم غندنه وکړه.

په جلسه کې دا پريکړه هم وشوه چې د اګست پر ۱۸ مه به په اسلام اباد کې د سپريم کورټ مخې ته د لادرکه کسانو لپاره مظاهره کوي.

د خیبر خلکو له حکومته د وسلوالو پر ضد د بې پرې عملیاتو غوښتنه وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

د باړې سیاسي اتحاد دا جلسه پر دې سربېره وکړه چې د خيبر ضلعي انتظامې په سیمه کې د اګست تر ۱۳مې د قانون ۱۴۴مه دفعه نافذه کړې وه.

د خیبر د مرستیال کمشنر عبدالناصر له دفتره د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ټوله ضلع کې تر پینځو د زیاتو کسانو پر غونډه بندیز دی.

په خبر پاڼه کې ويل شوي چې که څوک له دې سرغړونه وکړي نو پرضد به یې قانوني کارروايي کوي.

خو د باړې سیاسي اتحاد مشر شاه فیصل اپرېدي د اګست پر ۱۱مه شپې مهال مشال راډیو ته وویل چې دوی به "په هر صورت د اګست پر ۱۲مه هلته د امن لپاره جلسه کوي."

ده وویل، په کار ده چې د خیبر انتظامیه هلته د قانون ۱۴۴ مادې لګولو پرېکړه بیرته واخلي او د دوی د جلسې امنیت وساتي.

شاه فېصل اپرېدي زیاته کړه چې یوازینی هدف یي په سیمه کې د امن پر ځای کېدو لپاره هلې ځلې کول دي.

د خیبر انتظامي چارواکو دا اعلامیه په داسې حال کې خپره کړې چې د باړې سیاسي اتحاد وار له مخه اعلان کړی وو چې د اګست پر ۱۲مه به د خیبر امن جلسې په نامه احتجاجي غونډه کوي.

دوی وايي په دې کې یې د ټولو سیاسي ګوندونو صوبایي مشرانو، مدني فعالانو، وکیلانو او قبایلي مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

دې نه وړاندې د جولای په ۲۵ نېټه هم له باړې نه تیرا پورې د امن په نوم لاریون شوې وو چې په زرګونه خلکو پکې ګډون کړې وو.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا صوبې د نورو برخو په څېر په خیبر قبایلي ضلعه کې هم په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دې.

XS
SM
MD
LG