د جنوبي وزيرستان د انګور اډې خلکو له نهو ورځو د روان ساتلي پرلت په دوران کې افغانستان ته تللې لاره تړلې ده.
د پرلت يو مشر ملک خالد وزير د نومبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې دوی ۱۸ غوښتنې لري چې د انټرنيټ او موبایل سرویس د بحالۍ تر څنګ پکې دا مطالبه هم ده چې ځايي خلکو ته دې پر انګور اډه د تګ راتګ لپاره د وېزې شرط ختم شي.
نوموړي زیاته کړه چې پر پوځي چيک پوسټونو دوی ته د خپل کور لپاره وړونکی سامان نه پرېښوول کېږي چې په وينا یې زیاتی دی. "يوه نيمه کيلو چيني راسره نه پريږدي. دوی وايي چې موږ یې د کاروبار لپاره وړو خو داسې نه ده. موږ خپل کور ته شيان وړو. موږ ته دې پر انګور اډې د کاروبار، د روغ سکول او روغتون غوښتنه هم لرو."
دا احتجاج د يوې اونۍ لپاره په انګور اډه کې روان وو خو د نومبر پر ۲۰مه يې د لارې بندولو ګام واخیست. د پرلت يو بل مشر محمد رسول مشال راډيو ته وويل چې حکومت ورسره مذاکرات نه کوي نو ځکه یې لاره بنده کړه.
هغه زیاته کړه: "ریاست د قامونو يوه خبره هم نه مني. د وېزې او پاسپورټ مسله ډيره لویه ده. دلته سکول ګډوډ دی، په هسپتال کې پوځ مېشته دی. پر انګور اډې یې کاروبار بند کړی دی. خلک ډير په تکليف دی. د موبایل نيټورک مسله دې هم حل شي."
د جنوبي وزیرستان ډيپټي کمیشنر یاسر سليمان مشال راډيو ته ويلي چې له ويزو بغیر افغانستان ته د تګ راتګ مسلې حل د وفاقي حکومت سره دی او دوی پکې څه نه شي کولی. هغه زیاته کړه چې په انګور اډه کې روغتون شته او د سکول مسله به ژر حل شي. نوموړي زیاته کړه چې ځايي انتظامیه به د پرلتوالو سره مذاکرات کوي.
چمن پرلت
د بلوچستان په چمن کې د پاسپورټ او ویزې د درلودو د شرط پر ضد د ناست پرلت يوه مياشت پوره شوه. پرلتوالو افغانستان ته تللې دغه لاره د سوداګرۍ او پيدل تلونکو لپاره د احتجاج په ډول بنده کړې ده.
د اکتوبر له ۲۱مه راهیسې پيل شوي د دې احتجاج مشر، غوث الله د نومبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې ځايي پنډيان د ورځې څو ځل له چمنه سپين بولدک ته ځي راځي نو ځکه دوی هر ځل ویزې او ټاپې نه شي لګولی. هغه زیاته کړه چې تر هغې به لار خلاصه نه کړي تر څو یې حکومت غوښتنې نه وي منلي.
د پرلت مشرانو يوه پينځه کسيزه نماينده کمېټۍ جوړه کړې چې په کوټه کې یې له نګران صوبايي حکومت د چارواکو سره تر ملاقاتونو وروسته، په اسلام اباد کې له وفاقي حکومت استازو سره هم ليدلي دي. د دې کمېټۍ یوه غړي عطاالله د نومبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې له پوځي چارواکو او په اسلام اباد کې یې له مشرانو سره خبرو تر اوسهڅه حل نه دی راویستلی.
د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان محمد اڅکزي تېره اونۍ په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې د دوو هېوادونو ترمنځ د سفر او سوداګرۍ لپاره د ویزو درلودل ضروري دي. خو پر پاتې مسايلو به مذاکرات کوي.