د لاسرسي ځای

تازه خبر

د درازنده خلکو د چارواکيو تر ډاډ وروسته د پوځي کلا مخې ته پرلت پای ته رسولی


په ډېره اسماعیل خان کې د شیراني قام خلک په سیمه کې د امن لپاره په جرګه کې ناست دي ـ پخوانی انځور.
په ډېره اسماعیل خان کې د شیراني قام خلک په سیمه کې د امن لپاره په جرګه کې ناست دي ـ پخوانی انځور.

د ډېره اسماعيل خان په درازنده کې ځايي خلکو د چارواکيو تر ډاډ وروسته د پوځي کلا مخې ته ورکړل شوی پرلت پای ته رسولی دی.

د شیراني قام ګڼ شمېر وګړيو د مې پر ۱۸مه په سيمه کې د امنیت د خرابېدو پرضد پرلت وهلی وو. د شیراني قام يو مشر محمد اسلام د مې پر ۱۸مه ماښام مشال راډیو ته وويل چې د ناامنۍ پرضد پرلت په مهال د درازندې بازار تړل شوی وو. د ده په خبره وروسته د پوځ کرنل او د پوليسو مشر له پرلتوالو سره مذاکرات ورکړل او ډاډ يې ورکړ چې دوی به په راتلونکو شاوخوا ۱۰ ورځو کې د امن و امان د ښه کولو په اړه د دوی غوښتنې پوره کوي.

وروسته د پولیسو مشر مسلم شاه مشال راډیو ته وویل چې د پوځ کرنل خلکو ته ډاډ ورکړ چې دوی به د ورانکارو پرضد کاروايی کوي. د ده په وينا، حکومت به په دې لړ کې ټولې امنیتي پوستې بېرته فعالوي او ځینې به ډېر زر بحالې کړي.

د مې پر ۱۰مه هم د درازیندې قبایلو جرګې پر حکومت غږ کړی وو چې د دوی په سیمه کې دې د امن پر ځای کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي. په وروستيو کې په خيبر پښتونخوا په تېره بیا په جنوبي ضلعو کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي چې پرضد يې ځايی خلکو په وار وار احتجاجونه کړي دي.

د اپرېل پر ۲۱مه په ډېره اسماعيل خان کې وسلوالو د ګمرکي چارو یا کسټمز ادارې د يو افسر په ګډون درې کسان ووژل. تر هغه وړاندې، د اپرېل پر ۱۸مه د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سګو سيمه کې د ګمرکي چارو ادارې پر ګاډي وسلوال بريد کې د هغې ادارې د پينځو کارکوونکو په ګډون اووه کسان وژل شوي ول. د هغو بريدونو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په ډېره اسماعیل خان کې تر دې مخکې هم وسلوالو حملې کړې دي. د مارچ پر ۲۱مه هلته پر پوځي قافلې په ځانمرګي برید کې دوه سرتېري وژل شول ول. تر دې مخکې د فبرورۍ پر پينځمه په درابڼ کې پر چوډه (چودوان) تاڼې په حمله کې ۱۰ پولیس وژل شوي ول. د هغو حملو مسوولیت هم چا نه وو منلی.

په خیبر پښتونخوا کې وخت پر وخت پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو، او داراز، پر حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو حملې کېږي. د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG