د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزيرستان کې ۶ پاکستاني پوځيان وژل شوي، ۲۷ ژوبل دي


جنوبي وزیرستان ته پر لاره روان پاکستاني پوځيان
جنوبي وزیرستان ته پر لاره روان پاکستاني پوځيان

په بر جنوبي وزيرستان کې د اګست پر ۱۱مه او ۱۳مه، په دوه جلا جلا بريدونو کې شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۲۷ ژوبل شوی دي.

د جنوبي وزيرستان د استخباراتي ادارې يو چارواکي د اګست پر ۱۳مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې ناڅرګنده وسلوالو نيمه شپه د بدر په ممي خېل سيمه کې د پوځ پر مرکز بريد وکړ چې وروسته د نښتې پر مهال څلور سرتېري ووژل شول او ۲۷ نور ژوبل شول.

نوموړي زياته کړه چې بريد د شپې پر يوه بجه وشو چې بيا تر درو ساعتونو پورې د دواړو لوريو له خوا ډزې روانې وې. د هغه په وينا، د ډزو په نتيجه کې يو وسلوال هم وژل شوی دی. تر اوسه د دې بريد ذمه واري چا نه ده منلې او نه پوځ هم تر اوسه په دې اړه رسمي بيان نه دی خپور کړی دی.

تر دې وړاندې، د اګست پر ۱۱مه په بر جنوبي وزيرستان ناڅرګنده وسلوالو د سرحدي ځواک (اېف سي) دوه سرتېري وژلي ول. د استخباراتي ادارې يو چارواکي د اګست پر ۱۲مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي ول چې دا بريد د تيارزه تحصيل په کوټ کڼ سيمه کې شوی وو.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د سره روغه سيمې مشر شيرزاده مسيد هم مشال راډيو ته په دې اړه وويل چې د اګست پر ۱۱مه د شپې ناوخته د مکين په مربي سيمه کې د اېف سي ځواک سرتېرو او وسلوالو ترمينځ د نښتې پر مهال يو ماشوم په کور کې دننه په ډزو ژوبل شوی دی. مسيد زياتوي چې له تېر يو کال راهيسې په جنوبي وزيرستان کې ناامني زياته شوې او د ده په خبره د وسلوالو او امنيتي ځواکونو ترمينځ په نښتو کې زياتره وخت عام ولس ته هم مرګژوبله اوړي.

په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو او جنوبي ضلعو کې وسلوال بريدونه او د ناامني پېښې زياتې شوي چې ولسونو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه يې وهلي دي.

دا بريدونه په داسې حال کې شوي چې د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د "عزم استحکام" په نوم د پوځي عملیاتو اعلان کړی دی. پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د هغو عملیاتو ضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره راغلی.

خلکو غوښتنه کړې چې د پاکستان پوځ دې د امنیت د ټینګښت لپاره د ترهګرۍ ضد تګلارې بدلې کړي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG