د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) کاري ډله پاکستان ته د پور د پروګرام بل قسط او د اب و هوا بدلون پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ۱.۳ اربه امریکايي ډالرو پور په ورکولو سلا شوې ده.
ای اېم اېف د مارچ پر ۲۵مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د هغې ادارې د چارواکي نیتن پورټر په مشرۍ پلاوي په فبرورۍ او مارچ کې پاکستان ته د سفر پر مهال او تر هغې وروسته د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړې او اسلام اباد ته یې د پور د پروګرام بیاکتنه بشپړه کړه.
بیان د پورټر له خولې ویلي دي چې د ای اېم اېف د اجراییوي بورډ تر تایید وروسته به پاکستان ته د اووه اربه ډالرو د پور پروګرام یو بل قسط، چې یو ارب ډالر جوړېږي، ورکړي.
بیان داراز وايي چې د ای اېم اېف کاري ډله په راتلونکو "۲۸ میاشتو کې" پاکستان ته د اب و هوا بدلون مخنیوي چارو لپاره له خپلو ځانګړو پیسو څخه "د ۱.۳ اربه ډالرو" د پور پر ورکولو سلا شوې ده. دا پور هم د اجراییوي بورډ تایید ته اړتیا لري.
د اې اېم اېف د دوامداره اقتصادي ودې او د ناورینونو یا لویو ستونزو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې څانګه له کمو او متوسطو امدن لرونکو هېوادونو سره د اقتصادي ثبات په برخه کې مرسته کوي.
د پیسو نړیوال صندوق بیان کاږي چې پاکستان په تېر یو نیم کال کې پر "نړیوالو چیلېنجونو" سربېره د "اقتصادي ثبات" په برخه کې "پام وړ پرمختګ" کړی دی.
د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف د مارچ پر ۲۶مه د کابینې غونډې پر مهال په وینا کې د خپلې کاري ډلې ستاینه کړې ده چې نه یوازې یې د پور پروګرام بیاکتنې بهیر بشپړ کړی دی بلکې د ای اېم اېف د دوامداره اقتصادي ودې له څانګې څخه یې هم د پیسو ترلاسه کولو ته لاره برابره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پیسو نړیوال صندوق د مارچ پر ۱۴مه د پور د پروګرام د بیاکتنې تر بشپړېدو وروسته په اعلامیه کې ویلي ول چې د پاکستان حکومت د لګښتونو د کنټرول او په ځانګړي ډول، د پرمختیايي پروګرام له لارې د مالي اهدافو ترلاسه کولو ته ژمن دی.
د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای اېم اېف د پور د پروګرامونو شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي چې پکې کفایت شعاري، د سرکاري لګښوتو کمول، پر انرژۍ او نورو شیانو رعایت ختمول، نوي ټیکسونه لګول او د مالیو غونډولو نظام پراخول شامل دي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ۲۰۲۴ز کال په جون کې ويلي ول چې حکومت يې د "وروستی ځل" لپاره د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه پور اخلي.
هغه د جون پر۱۵مه د پاکستان ولس ته په وينا کې وويل چې اوسمهال له دېوالیه کېدو څخه د هېواد ژغورلو لپاره له شپږو څخه تر اته اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پور ته اړتیا لري او د دې لپاره له ای اېم اېف سره په مذاکراتو بوخت دی. تر دې وروسته ای اېم اېف پاکستان ته د اووه اربه ډالرو پر څه باندې درې کلن (۳۷ میاشتني) پروګرام سلا شو.
پاکستان له ۲۰۱۹م کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.
تر دې وروسته حکومت له ای اېم اېف سره د پور بله موافقه وکړه چې له مخې یې له هغې ادارې اجراییوي ډلې د ۲۰۲۳ز کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ او ورسره سم یې ورته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ اربه ډالر جوړېده، ورکړ.
ای اېم اېف د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور دويم او د اپرېل په پای کې یې د پور وروستی قسط، چې ۱.۱ اربه ډالر جوړېدل، ورکړ.