د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې په وسلوال برید کې یو پولیس وژل شوی دی


چارواکو د اګست پر ۱۵مه شپې مهال په پېښور کې د خیبر د پولیسو سرتېري جنازه وکړه.
چارواکو د اګست پر ۱۵مه شپې مهال په پېښور کې د خیبر د پولیسو سرتېري جنازه وکړه.

د خیبر پولیس وايي، د هغې ضلعې په ملک دینخېلو کې په وسلوال برید کې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) یو سرتېری وژل شوی دی.

د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د اګست پر ۱۵مه ماښام مهال تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې انعام الله د ملک دینخېلو په کوهي بازار کې په برید کې ژوبل شوی وو چې د باړې په ډوګره روغتون کې یې سا ورکړه.

دی وايي، وسلوال تر برید وروسته تښتېدلي چې لټون یې روان دی.

د وژل شوي سرتېري جنازه د اګست پر ۱۵مه ماخوستن مهال د پېښور په پولیس لاینز کې شوې چې پکې لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ.

پر پولیس د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په خیبر ضلع کې په وروستیو کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي چې پکې یوشمېر سرتېرو او افسرانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د اګست پر ۱۴مه هم وسلوالو په باړه کې پر یوې پوستې برید وکړ چې پکې یو سرتېری ژوبل شو. د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي هغه مهال مشال راډيو ته ویلي ول چې د سرتېري روغتیايي حالت له خطره بهر دی.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر پوستې د برید مسوولیت منلی وو.

د سیمې اوسېدونکو او سیاسي او مدني فعالانو د زیاتېدونکې ناامنۍ ضد مظاهرې کړې دي.

له خیبر پرته د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي ضلعو کې هم پر امنیتي سرتېرو، سیاسي او مدني فعالانو او ولسي وګړو بریدونه زیات شوي دي.

د اګست پر ۱۴مه په شمالي وزیرستان کې په وسلوال برید کې د تحریک انصاف ګوند یو غړی ګلدراز ووژل شو. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

پر هم هغه ورځ په بر جنوبي وزیرستان کې د سړک تر غاړې د ښخ بم په برید کې پینځه امنیتي سرتېري ژوبل شول. ټي ټي پي د اېف سي ځواک پر سرتېرو د برید مسوولیت قبول کړ.

د اګست پر ۱۴مه نیمه شپه په کورمه کې د ملېشې ځواک پر پوستې په برید کې دوه سرتېري ووژل او یو ژوبل شو خو د هغې حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د پاکستان پولیس، پوځ او حکومتي چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پر ضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

پوځ د اګست پر ۱۲مه شپې مهال د باجوړ په چارمنګ کې په عملیاتو کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژلو او د یو د ګرفتارۍ خبر ورکړ.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان ګنډه پور د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د صوبې پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تېرو میاشتو کې د بېلابېلو وسلوالو ډلو یوشمېر غړي نیولي او پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG