د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم وايي پوليسو یې يو ځل بيا په خيبر کې د جرګې پر انتظامي کيمپ بريد کړی

تازه شو

د پي ټي اېم غړو د پوليسو لخوا پر هغوی د اوښلن ګيس کارول شوي کارتوس راټول کړي دي ـ د اکتوبر دويمې انځور
د پي ټي اېم غړو د پوليسو لخوا پر هغوی د اوښلن ګيس کارول شوي کارتوس راټول کړي دي ـ د اکتوبر دويمې انځور

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړي وايي چې پوليسو يو ځل بيا د خيبر د جمرود سيمې په رېګي للمه ميدان کې د هغوی د راتلونکې جرګې لپاره پر جوړ شوي انتظامي کيمپ بريد کړی دی.

د انتظامي کيمپ مشرانو مشال راډيو ته ويلي چې سلګونه پوليسو د اکتوبر پر دويمه ماسپښين شاوخوا درې بجې د دوی کيمپ ته اور ورته کړ او د غورځنګ پر غړو يې اوښلن ګيس وکاراوه او مخامخ ډزې يې ورباندې وکړې.

د "پي ټي اېم اپډېټس" په نوم پر فېسبوک له جوړې شوې پاڼې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعال د هغې صحنې ژوندۍ ويډيو خپره کړې چې ظاهراً پکې ښکاري چې پوليس د پي ټي اېم پر غړو اوښلن ګيس کاروي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

دا تر هغه وروسته ده چې د پي ټي اېم مشر منظور احمد پشتین د اکتوبر پر دويمه ويلي ول چې د پېښور پولیسو یې په خیبر کې د راتلونکې جرګې پر انتظامي کیمپ برید کړی دی او ځينو خیمو ته یې اور ورته کړی دی.

نوموړي د اکتوبر پر دويمه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي ول چې د پېښور پولیسو له ځينو پټ مخيو کسانو سره يو ځای د اکتوبر پر دویمه تر نيمې شپې وروسته پر انتظامي کيمپ ډزې وکړې او د اوښلن ګيس په نتیجه کې یې ځينې ملګري ژوبل شوي او ځينې بې هوښه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پشتین د روان ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۱۱مه په خيبر ضلع کې "د پښتنو قامي عدالت" په نوم د درې ورځنۍ لويې جرګې کولو اعلان کړی دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۹مه د جمرود په رېګي للمه کې د هغې جرګې د ځای پرانیسته کړې وه.

د جرګې د انتظامي کیمپ مشر حنیف خان اپرېدي د اکتوبر پر دويمه مشال راډیو ته وویل چې پوليس له نيمې شپې وروسته د دوو او درو بجو په مينځ کې ناببره رېګي للمې ته ورغلل.

دی وايي، "پوليسو موږ ته د خبرو اترو موقع را نه کړه او پر موږ يې هوایي ډزې پیل کړې او اوښکې بهوونکی ګیس یې راباندې ورکاراوه. دا ګیس ډېر خطرناک وو. زموږ سترګې یی خرابې کړې، سا مو نه شوه اخیستی او زیاتره ملګري په خوا ګرځي (قي) شول."

نوموړي زياته کړه چې پولیسو هلته لګېدلې خیمې لیرې کړې او کیمپ یې ویجاړ کړ "په کنټېنر کې مو خوراکي شیان ایښي ول، هغه یې له ځان سره یووړل او زموږ د اوبو ټانکر يې سوری کړ چې ټولې اوبه ترې لاړې. هغوی زموږ ساونډ سېسټم، د برېښنا جنرېټر، شمسي هيندارې او د هغوی بېټرۍ هم له ځان سره يووړې."

پښتون ژغورنې غورځنګ د اکتوبر ۱۱مې جرګې لپاره پر جوړې شوې رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) پر انتظامي کيمپ د بريد او تر هغې وروسته د وضعیت عکسونه خپاره کړي دي.

په خیبر ضلع کې د پي ټي اېم د چارو همغږی کوونکي (کووارډېنېټر) افتاب خان د اکتوبر پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو یې درې ملګري هم نیولي دي.

نوموړي په وروستیو کې د پي ټي اېم د مشر منظور پشتین او د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر علي امین ګنډه پور ملاقات ته په اشاره وویل چې صوبايي حکومت په ظاهره د غورځنګ د داعیې ملاتړ کوي خو د ریاستي ادارو د اقداماتو پر وړاندې بې وسه دی. "دوی وايي دا د رياستي ادارو کار دی او سېول انتظاميه او يا جمهوري حکومت ترې هېڅ خبر نه دی. دا خبره هغوی موږ ته [په راز کې یا] اف دي رېکارډ کوي، او په ښکاره له موږ سره د مذاکراتو خبره کوي. دلته په خيبر کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د کوکيخېل قام خلک په احتجاج دي او له حکومته غواړي چې خپلو کورونو ته يې ستانه کړي. هغوی له اعلا وزير سره په ملاقات کې پر خپلې همدې غوښتنې ټينګار وکړ. خو اعلا وزير ورته وويل چې يوازې پر خپل موبايل ټېلېفون او واسکټ اختيار لري او نور هر څه د رياستي ادارو په واک او اختيار کې دي."

مشال راډيو په خپلواکه توګه د افتاب خان د دې خبرو تصديق په خپلواکه توګه نه شي کولی. خو د خيبر پښتونخوا اعلا وزير علي امین ګنډه پور د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په پېښور کې خبريالانو ته وويل چې د حق او انصاف لپاره يې مبارزه روانه ده او د هېچا زور نه مني. "موږ کافي کار کوو چې څنګه ولس ته غوره انصاف ورکړو او هېڅوک پرې نه ږدو چې بېځايه طاقت وکاروي. موږ غلامان نه بلکې ازاد وګړي يو. موږ به تر هغې پورې چې سا راکې وي، د خپل حق اخيستو هڅه کوو او د چا پلار هم زموږ مخې ته نه شي راتلای."

د پاکستان تحريک انصاف يو غړی او په قامي اسمبلۍ کې د خيبر د خلکو استازی محمد اقبال خان هم وايي چې د رياستي ادارو غير اييني رول د هغه هېواد حکومتي نظام ګډوډ کړی دی.

نوموړي د اکتوبر پر دويمه له مشال راډيو سره په خبرو کې زياته کړه چې د پاکستان ټول وګړي بايد د قانون او ايين د پاسدارۍ لپاره يوه خوله شي. "ملک پر صحيح سمت نه دی روان او ځکه نو هر سړي ته به تکليف ملاوېږي. موږ د پي ټي اېم د قامي عدالت د خبرې ملاتړي يو. په ملک کې ظلم او جبر شته، ټول ولس بايد د رياستي ادارو د اجاره دارۍ پرضد راوځي چې ايين او قانون حکمران شي او تر لاندې يې فيصلې وشي. که داسې نه وه نو د ملک يو وګړی به هم له ظلم او جبره بچ نه شي."

البته په پېښور کې خبريال او د چارو شنونکی شميم شاهد وايي، د پاکستان تحريک انصاف په شمول د هېواد لوی ګوندونه د امنیتي ادارې (ايسټيبلېشمنټ) مخې ته نه شي درېدای. "د پي ټي ای مشران پوځي ايسټیبلېشمنټ ته مخامخ نه شي درېدای. د خيبر پښتونخوا حکومتي واکداران يوازې دې ته ښه دی چې نواز شريف، [اصف علي] زرداري او بلاول [بوټو زرداري] ته ښکنځل وکړي. له دوی سره هېڅ اختيار نه شته. بله خبره دا چې خلک پرته له شکه د پي ټي اېم غونډو ته ورځي، او هغه ځکه چې هغوی د موجوده حکومت او پوځ له پالیسيو پوزې ته راغلي دي. پښتانه غواړي چې له دوی سره د کېدونکي ظلم پرضد خپل غږ نړۍ ته ورسوي. دا چې (قامي عدالت) به ولګي او نتيجه به يې څه وي؟ په دې اړه له مخکې نه څه نه شي ويل کېدای. البته دا ده چې حالات بدل دي او ټوله نړۍ له پښتنو سره پر کېدونکي ظلم خفه ده. په دې اړه وخت په وخت د غندنې بيانونه هم مخې ته راځي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان په خیبر کې د جرګې لپاره خیمې ږدي - د اکتوبر دویمې انځور.
د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان په خیبر کې د جرګې لپاره خیمې ږدي - د اکتوبر دویمې انځور.

په عین حال کې د تیرا راجګل کډوالو د کمېټۍ مشر ملک نصیر کوکيخېل د اکتوبر پر دويمه مشال راډیو ته وويل چې پولیسو یې کمېټۍ د یو مشر ملک برکت الله کوکيخېل پر کور شپې مهال ناوخته چاپه وهلې او د هغه زوی جهانګیر خان یې له ځان سره وړی دی.

د خیبر پښتونخوا پولیسو او صوبايي حکومت لا د پي ټي اېم او کوکیخېل د دعوو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي خو په خیبر کې د پولیسو یوه چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ومنله چې د جهانګیر خان په نوم يې يو کس ګرفتاره کړی دی او د هغې پيښې په اړه د نورو معلوماتو شریکولو "اجازه" نه لري.

پوليسو د پي تي اېم د جرګې پر انتظامي کيمپ تر هغه وروسته چاپه وهلې چې منظور پشتين د خيبر پښتونخوا له اعلا وزير علي امين ګنډه پور سره د سېپټېمبر پر ۲۹مه ماخوستن مهال په پېښور کې د هغه په دفتر کې ملاقات وکړ.

د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند بیرسټر سیف د سېپټېمبر پر ۳۰مه پر خپله اېکس پاڼه ولیکل چې پشتین اعلا وزیر د اکتوبر پر۱۱مه له کېدونکې جرګې خبر کړ.

نوموړي زياته کړې چې ګنډه پور له پشتین سره د صوبې پر امنیت، د خلکو د ژوند او مال ساتنې او د حکومت له خوا د ترسره شویو کارونو په اړه خبرې وکړې.

منظور پشتين ويلي چې د اکتوبر پر ۱۱مه کېدونکې جرګه به درې ورځې دوام وکړي چې پکې به پښتانه په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشته سیمو د طبیعي زېرمو او وسایلو د واک د ستونزو د هواري او د يوشمېر نورو چارو په اړه ګډه پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG