راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.
د خزانې وزیر تر دې وروسته هغه رپورټ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وړاندې کړ چې له مخې یې حکومت د سخت اقتصادي او مالي وضعیت له وجې په ختمېدونکي مالي کال کې ډېری اهداف نه دي ترلاسه کړي.
عدالت د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر ته امر وکړ چې د هارون محمد کورنۍ د خونديتوب لپاره ګامونه پورته کړي. جسټس میا ګل حسن اورنګزیب وویل چې عدالت د جبري لادرکیو قضیو حلولو او اغېزمنو کورنیو ته انصاف ورکولو ته ژمن دی.
د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې، د پښتنو زده کونکو سازمان "پښتون کونسل" د جون په ۷مه د یوې ادبي او کلتوري غونډې تابیا وکړه. د غونډې لومړۍ برخه مشاعره او دویمه برخه موسیقي وه چې تر شپې یې دوام وکړ.
د کورنيوو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د مې پر ۲۶مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې پر مسید سربېره د ټي ټي پي د ځينو نورو غړيو نومونه واخیستل او ادعا یې وکړه چې هغه وسلوال په پاکستان کې پر چينايي وګړو په بریدونو کې لاس لري.
د مې پر ۲۵مه د کشميري شاعر احمد فرهاد د لادرکه کېدو په اړه د درخواست اورېدنې په مهال عدالت د استخباراتي ادارو ائي اېس ائي (انټر سروسز اينټلي جنس)، اېم ائي (ملټري اينټلي جنس) او ائي بي (اينټليجنس بيورو) سېکټر کمانډرانو (ځايي مشرانو) ته د مې پر ۲۹مه عدالت ته د حاضرېدو امر وکړ.
په اسلام اباد کې د محمد ايوب په نوم يو کس د تېرو څلورو لسيزو راهسې په اسلام اباد کې بې وزله ماشومانو ته تعليم ورکوي.نوموړي ۴۰ کاله د اسلام اباد په پارکونو او مېدانونو کې ماشومانو ته غېر رسمي سکول کې زده کړې ورکړي دي. هغه وایي په دې لړ کې ځینې مشکلات هم مخې ته ورغلي
په اسلام اباد کې د مې پر ۱۹مه فعالانو د کشمیري خبريال او شاعر احمد فرهاد د ورکېدنې پر ضد احتجاج وکړ. څو ورځې وړاندې، د مې پر ۱۵مه، نامعلومو کسانو احمد فرهاد له خپل کور څخه بېولی و. احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې احمد فرهاد دې خوشې کړل شي او یا دې عدالت ته وړاندې کړل شي.
په اسلام اباد کې لسګونه بلوڅ زده کوونکو او فعالانو د یو بلوڅ زده کوونکي د جبري درکۍ د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت احتجاجي لاریون او مظاهره کړې ده. دوی د مې ۱۱مې احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل چې فېروز بلوڅ دوه کاله مخکې د راولپېنډۍ له پوهنتونه ورک شوی. ویډیويي رپورټ.
مېجر جنرل احمد شريف يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ادعا وکړه چې د مارچ پر ٢٦مه د خيبر پښتونخوا د شانګلې په بشام سيمه کې ځانمرګی بريد په افغانستان کې پلان شوی وو، چې پينځه چينايي انجينران او د هغوی پاکستانی ډرېور پکې وژل شوی وو.
په اسلام اباد د کورمې یوشمېر اوسېدونکو یو کال مخکې پر ښوونځي په حمله کې د څلورو استادانو او درې مزدورانو د وژنې پرضد مظاهره کړې. د مې څلورمې د احتجاج ګډونوالو وویل چې یو کال پوره شو خو حکومت لا هم د وژل شویو له کورنیو سره انصاف نه دی کړی. ویډیويي رپورټ.
دا فيصله د اپريل پر ۲۶مه د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د مرکزي کابيني په غونډه کې وشوه. له غونډې وروسته د خپور شوي يو بيان ترمخه دا توسيع د قبایلو او د سرحدونو د چارو وزارت (سيفران) په وړانديز شوېده.
د بشري حقونو فعالان د او د ورکو کسانو خپلوان د خلکو د بې درکه کولو تور د هغه هېواد پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي او ادعا کوي چې ځینې کسان يې په "جعلي نښتو" کې وژل شوي هم دي، خو پوځ او استخباراتي ادارو دا تورونه په وار وار رد کړي دي.
ایرانی ولسمشر پر داسې مهال پاکستان ته تللی دی چې د سږ کال په پیل کې د تهران او اسلام اباد ترمینځ ترینګلتیا پیدا شوه او داراز، په وروستیو اوونیو کې د ایران او اسراییلو ترمینځ د تاوتریخوالي له وجې په منځني ختیځ کې وضعیت کړکېچن دی.
پي ټي ای دا پرېکړه تر هغې وروسته کړې ده چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اپرېل پر اوومه په خپل فرمان کې د اپرېل پر نهمه د سېنېټ غونډه وروغوښته. ټاکل شوې چې په غونډه کې د سېنېټ نوي منتخب غړي لوړه وکړي چې تر هغې وروسته به یې مشر او د هغه مرستیال منتخبېږي.
د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر عطا الله تارړ د اپرېل پر شپږمه په لاهور کې خبري غونډې ته وویل چې وزیراعظم میا شهباز شریف دا پرېکړه د هغې پېښې په اړه د پلټنیزې ډلې د رپورټ پر اساس کړې ده.
اسلام اباد هايي کورټ دا حکم د هغې سزا پر خلاف د عمران خان او د هغه د ميرمن بشرا بي بي د درخواست اوريدنې په مهال د اپريل په لومړۍ نيټه وکړو.
په پاکستان کې تر ۳۰۰ زياتو وکيلانو له سپريم کورټ څخه غوښتنه کړې چې د ايين د ۱۸۴ (۳) مادې له مخې دې د يادې معاملې خپله نوټس واخلي.
دا تر هغه وروسته ده چې د اسلام اباد های کورټ شپږو قاضيانو د مارچ پر ۲۵مه قاضي فایز عیسا ته ليک استولی وو چې پکې غوښتنه شوې وه چې په "عدالتي چارو کې دې د استخباراتي ادارو د مداخلې" په اړه پلټنې وشي.
د اسلام اباد ښار په منځ کې د اېف ناین په نوم په یو پارک کې د یوې کمعمرې نجلۍ سره د جنسي تیري پر ضد پرون مدني فعالانو چې مېرمنې هم پکې وې، مظاهره وکړه.
بیجینګ دغه برید غندلی او له پاکستانه یې غوښتي چې په دې اړه هر اړخیزې پلټنې وکړي او د خپلو زرګونو وګړو چې د چین او پاکستان په اقتصادي دهلیز یا سیپېک پروژه کې کار کوي، ساتنه وکړي.
نور وښیئ