د پاکستان وفاقي کابينې پهنووحلقه بنديانو بحث او مشورې لپاره په قامي اسمبلۍ کې آئيني تر ميمي بل راوړو منظوري ورکړې ده.
د پېښور های کورټ د تحريک طالبان پاکستان پخواني وياند احسان الله احسان په اړه له وفاقي حکومته تفصيلي ځواب غوښتی دی.
د پاکستان د سېنټ د کورنيو چارو قايمه کمېټۍ په کم عمرۍ کې د ودونو مخنيوي لپاره بل منظور کړی دی چې پکې د نجلۍ د عمر حد د ۱۶ پر ځای ۱۸ تجویز شوی دی.
د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، شاهد خاقان عباسي د نهې پر ماښام د دې کمېټۍ له غړو سره ولیدل. بیان وايي، دې کمېټۍ د قانون وزارت ته هم امر کړی چې تر قبایلو د عدالتي نظام د غځولو لپاره دې ((قانوني او انتظامي
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه وايي، د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ کې دې ټاکنو کې پاکستان په درېوو کې تر دوو برخو زیاتې رایې اخېستې دي.
د تعليم د صوبايي څانګې په وينا په دې پروژه کې به د پښتونخوا په لرو پرتو سيمو کې هغو ماشومانو ته زده کړې ورکول کېږي چې له کوره د ښوونځي د ليرې والې له کبله يې تر پنځم ټولګي وروسته خپلې زده کړې جاري نه شې ساتلای.
د پاکستان د لادرکه شوي کسانو د تحقيقاتي کمېشن او د قامي احتساب ادارې مشر جسټس رېټايرډ جاوېد اقبال ويلي دي چې د لا درکه کسانو په اړه رپورټ به د نومبر په مياشت کې وړاندې کوي.
د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلي سیمو دوو استازو ویلي چې د اصلاحاتو پر موضوع د جمیعت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دریځونو پر ضد سپریم کورټ ته تلل غواړي.
په قانون کې دا هم ويل شوي چې په کومه انتخابي حوضه يا حلقه کې د ښځو د رايې د ورکړې شرح تر لس فيصده کمه وي هغه ټاکنې به ناقانونه ګرځول کېږي.
د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف یو وار بیا د خپل ګوند مسلم لیګ نون مشري ترلاسه کړه. نن سېشنبه په اسلام اباد کې د دغه ګوند عمومي غونډه وشوه چې پکې نوموړی په متفقه توګه مشر وټاکل شو.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې به نن د پاکستان اليکشن تر ميمي بيل ۲۰۱۷ د منظورېدو لپاره وړاندې شي. دا که پر قانون بدل شي نو ليري شوی وزيراعظم نواز شريف ته به اجازه ورکړي چې د خپل ګوند (مسلم لېګ – ن) مشر پاتې شي.
د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي ويلي چې فاټا په قامي بهير کې شاملول او او د فاټا بې کوره شویو خلکو بحالول یې په حکومتي لومړیتوبونو کې دي.
د اسلام اباد ضلعې انتطاميه لخوا جاري شوې اعلاميي تر مخه د محرم په مياشت کې د امنيت وضع ښه ساتلو لپارهد مختلفو ډلو په ۱۴ علماو بندیز لګول شوی دی چې تعلق يې له ديوبندي، برېلوي او شیيعه مسلکونو سره دی.
د خېبرپښتونخوا حکومت په صوبه کې نرښځيانو ته وړيا د صحت اسانتياوې ورکولو اعلان کړی دی
د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا لپاره د امریکا نیویارک ښار ته رسېدلی دی.
د نوې تګلارې له مخې به د ښوونکیو ترقي د څارونکې کمېټۍ په سپارښتونو ورکول کېږي.
د پاکستان سپريم کورټ نن د جمعې په ورځ هغه ټول درخواستونه رد کړي چې پکې د پخوانی وزيراعظم او د هغه د کورنۍ د پاناما اسنادو فیصله کې د نااهلۍ فیصلې ته د بيا کتنې خواست شوی وو.
د پاکستان او افغانستان پلاویو په غیر رسمي بحث کې وويل، دواړه ملکونه باید خپلمينځۍ ناندرۍ لیرې کړي او په خپله خپله خاوره د امن راوستو لپاره له يو بل سره خبرو ته کېني.
د پاکستان وفاقي کابېنې د فاټا اصلاحاتو بل پارلېمان ته د وړاندېکولو منظوري ورکړه چې له منظورېدو سره سم به په قبایلي سیمو کې اوسنی لاګو قانون (ايف سي آر) ختم کړل شي.
د پاکستان سېنټ د بشري حقونو قايمه کمېټۍ د ګل په ماښام په سېڼټ کې د روهنجيا د مسلمانانو په وژنې او زياتيو مذمتي قرارد وړاندې کړو په کوم کې چې غوښتنه وشوه چې پاکستان دې د مينامار سره ټولې تجارتي اړيکې ختمې کړي.
نور وښیئ