د افغانستان له لوري د جوړې شوې جرګې یو غړي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې هغوی د طالبانو له حکومتي چارواکو سره لیدلي او ډېر ژر به د پاکستان لوري ته د جرګې بله نېټه او ځای وښيي.
په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو تر وروسته د ګرځبندیزونو لړۍ بیا پیل شوی ده. لومړنی ګرځبندیز د میرلي عیدک سیمې کې د مارچ پر لومړۍ نېټه د امنیتي ځواکونو پر کاروان د ځانمرګي برید دوه ورځې وروسته لګول شوی و. د پوځي چارواکو په وینا، دا ګرځبندیز د پوځي قافلو د خوندي تګ راتګ لپاره عملي شوی دی.
د مارچ پر اوومه ولسمشر ته په لیکلي لیک کې اېمل ولي خان لیکلي چې په خیبر پښتونخوا او په بلوچستان صوبو کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي چې پکې ولس ته په زیاته کچه مرګژوبله اوړي
نور وښیئ