که څه هم د پاکستان پوځ په وار وار دا ویلي چې په ښو او بدو طالبانو کې هېڅ توپیر نه کوي او ټولو وسله والو خلاف کارروایانې کوي خو په پېښور کې خبریال شمیم شاهد وايي چې د پاکستان د وسله والو په اړه په پالیسیو کې یووالی نشته
انتونیو ګوتېرېش وایي، طالبان به د دې لپاره د بشري حقونو د ساتنې او پرمختګ لپاره د پام وړ ګامونه پورته کوي.
د جولایي پر څلورمه په نوي ډيلي کې د سازمان سرمشریزې د انلاين غونډې په پای کې په خپرې شوې اعلاميې کې راغلي چې شانګهای همکارۍ سازمان د یوه خپلواک، بې پرې، متحد، سوله ییز، له ترهګرۍ او مخدره موادو پاک افغانستان ملاتړ کوي
د افغان ښځو او نجونو پر فعالیتونو د بندیزونو د لګولو په دوام، ادعا کېږي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو د سینګارتونونو پر فعالیت بندیز لګولی دی.
د ادارې په وینا د هغې ورځې د نمانځنې هدف یې دادی چې د لوبغاړو تر مینځ همغږۍ ډېره کړي، د هغوی پر ستونزو خبر شي او د هغوی د کار ښه کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
ایمنسټي انټرنېشنل د جولايي پر لومړۍ نېټه پر ټویټر په خپور کړي بیان کې ویلي چې" افغان نجونه او ښځې چې د طالبانو تر ظالمانه واکمنۍ لاندې ایسارې او له خپلو ټولو اساسي حقونو او ازادیو بې برخې دي."
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر باندې له ولیعهد سره طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست ملا یعقوب عکس خپور کړی. مجاهد لیکلي چې د دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د حج د سفر په ترڅ کې ولیدل
د سازمان د جنوبي اسیا څانګې د جون پر ۲۷مه پر ټویټر ولیکل چې درې میاشتې وشوې چې طالب چارواکو ویسا نیولی دی او دا د نړیوالو انساني حقونو، د بیان ازادۍ او د سوله ییزې غونډې له حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
په پاکستان کې حکومت اعلان کړی چې د جون پر ۲۹مه به لوی اختر وي
اشرف غني دا څرګندونې د جون پر ۲۶مه د لوی اختر په اړه په خپاره کړي د مبارکۍ پېغام کې کړې دي.
د ارزګان ولایت د خاص ارزګان اوسېدونکی نقیب الله وایي، سږ کال یې د کوکنارو پر ځای په خپله ځمکه غنم کرلي،
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۴مه پر ټویټر ولیکل چې په لیدنه کې اصف دراني، بلاول بوټو ته په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي، سوداګرۍ او اړیکو په اړه معلومات ورکړل
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته