د کورنيو چارو وزارت د بلوڅ يکجهتي کمېټې يوه مخکښه او د لادرکه بلوڅانونو لپاره د کار کوونکي تنظیم، وایس فار مېسېنګ بلوچ پرسنز، عمومي سېکرټره سمي دین بلوڅه هم په تور لېسټ کې شامله کړې ده.
دا خبره د تعلیم صوبايي وزیرې راحیلې درانۍ د سېپټمبر پر نهمه له مشال راډیو پر ټولنیزو رسنيو د روان کيمپېن په غبرګون کې کړې چې یو ځل يې بیا په بلوچستان کې د سکولونو تړل کېدو او د ښوونکي کمي دعوه کوي.
د پاکستان وفاقي حکومت په وروستیو کې د ترهګرۍ ضد د ۱۹۹۷ز کال په قانون کې ترمیم وکړ او پوځ او امنیتي ادارو ته یې د ځانګړو واکونو ورکولو پرېکړه کړې ده.
د بلوچ سټوډنټس ارګنایزیشن (بي اېس او) مشر قادر بلوڅ د سېپټېمبر پر اوومه په کوټه کې خبري غونډې ته وويل چې حکومت په فورت شيډول (څلورم جدول) کې د اچولو کسانو لېسټ نه دی څرګند کړی، خو ورسره ګڼو هغو خلکو رابطه کړې چې په دې نوملړ کې یې نومونه راغلي او بهر ته له سفره منع شوي دي.
سردار اختر مينګل د خپلې استغفا اعلان په پارلمان کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وکړ. ده وویل، "ما نن پرېکړه کړې وه چې په اسمبلۍ کې د بلوچستان پر ستونزو خبرې وکړم، خو د بلوچستان په مسايلو کې ( د چا) هيڅ دلچسپي نه شته"
سیاسي ګوندونو او تجارتي اتحادیو د اګست پر ۳۰مه په چمن کې یو احتجاجي لاریون وکړ، چې له ټرنچ سړک څخه پیل او د ښار له بېلا بېلو برخو څخه تر تېرېدو وروسته په تاج چوک کې په لویه جلسه بدل شو.
په کوټه کې د بلوچستان د اعلا وزیر په ودانۍ کې یوې مهمې غونډې ته په وینا کې وزیراعظم وویل چې د بلوچستان امنیت خرابوونکیو خلاف به عملي او سخت ګامونه پورته کوي.
د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي دا ترهګرۍ پېښه بللې ده او له ځايي چارواکو څخه یې په دې اړه رپورټ غوښتی دی. نوموړي ویلي چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره د لوړې کچې غونډه کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته