اېمل ولي خان د فبرورۍ پر ۲۳مه د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د انتخاباتي درغلیو پرضد احتجاجي جلسې ته په وینا کې پر امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) تور پورې کړ چې په جمهوري نظام، پارلېماني او سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل)، هزاره جمهوري ګوند او نیشنل ګوند مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد احتجاجي جلسه کړې ده. انتخاباتي کمېشن وايي چې ټولټاکنې رڼې او منصفانه وې. ویډیويي رپورټ.
د مسلم لیګ (ن) مخکښ سیاستوال اسحاق ډار د فبرورۍ پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د جمعيت علمای اسلام (ف) له مخکښه مشرانو سره تر لیدو وروسته پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې دواړو خواوو په ناسته کې ټینګار وکړ چې په بلوچستان کې د "یو پیاوړي جمهوري حکومت جوړېدل" اړین دي.
د فبرورۍ پر ۲۰مه شپې مهال د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شريف په اسلام اباد کې سره ولیدل. په غونډه کې د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري هم موجود وو.
اې این پي پر خپله اېکس پاڼه (پخوانی ټويټر) مظاهره د صوابۍ په امن چوک کې وشوشه چې پکې د ګوند د خيبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان او د صوبې پخواني اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي په ګډون د ګوند ځینو نورو مشرانو ګډون وکړ.
نور وښیئ