ګنډه پور په خپل ليک کې ويلي چې د پښتنو پرضد د اسلام اباد پوليسو روانې کاروایۍ په ټولنه کې د "بېلتون او تقسيم خطر" زېږوي او د وفاق "يووالي" ته زيان رسوي. په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم په اسلام اباد د "عامو پښتنو" پر نيول کېدو "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده.
هغې د ډېسېمبر پر درېيمه مشال راډيو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې په ۳۴۷ نيول شويو کسانو کې ګڼ افغانان هم دي. نوموړې پر پولیسو تور پورې کړ چې هغوی يوازې پښتانه او افغانان نيسي چې ډېری یې له کورونو ګرفتار شوي دي.
مزارۍ کښلي چې هغه د خپل موکل د لیدو لپاره د مارګلې تاڼې ته ورغلله او تر غوښتنو وروسته چې پولیسو پرېښوده نو مطیع الله جان یې په حوالات کې و نه موند.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نومبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې افغانان د ډېسېمبر تر ۳۱مې وروسته په هغه ښار کې د پاتې کېدو اجازه نه لري.
نور وښیئ